2024-01-30

د لوړو زده کړو وزارت د څارني او ارزوني رياست لخوا ارزونه ترسره سول!

د مرکز کابل څخه لوړو زده کړو وزارت د څارني او ارزوني ریاست پلاوي تېره ورځ یکشنبه او دوشنبه ( ۹ – ۸ / ۱۱ / ۱۴۰۲ ) د ټاکل سوي هیئت هر یو مولوي احمد الله حماد د اکاډمیکو چارو د څارني او ارزوني رئيس، سید الرحمن منیب د اکاډمیکو چارو د څارني او ارزوني آمر، محمد فهیم حافظ د خصوصي محصلانو چارو د څارني او ارزوني مسلکي غړی، شفیع الله نقشبندي د کړنو د څارني او ارزوني عمومي مدیر لخوا د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې څارنه او ارزونه ترسره کړل.

په پيل کي د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د غونډو په تالار کي تعرفي ناسته وسول او ورپسې د مؤسسې عمومي رئيس ښاغلي محمد واسع صديقي د پوهتتون پر هر اړخیزه پيژندنه رڼا واچول او تر څنګ يې د ترسره سوي خدماتو په اړه اړین معلومات په ترتیب سوي پرزینټيشن کي ګډونوالو ته وړاندي کړل.

همدارنګه ښاغلي صديقي په خپلو خبرو کي د لوړو زده کړو محترم وزارت څخه مننه وکړه چي د هیواد د تحصیلي بنسټونو د کیفیت او شفافیت له پاره ښه پلانونه او قوي اراده لري او په دې برخه کي د پام وړ لاسته راوړني هم لري.

وروسته د راغلي هیئت په استازیتوب محترم مولوي احمد الله حماد خبري وکړي ښاغلي حماد په خپلو خبرو کي وويل چي څارنه او نظارت د تحصيلي نهاد د پرمختګ لامل کیږي او زموږ موخه د تحصیلي بنسټونو پرمختګ ورکول دي.

تر غونډي وروسته یاد هیئت د خپل چک لېست مطابق د مؤسسې، طب پوهنځی، اقتصاد پوهنځی، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی، مالي – اداري چارو معاونیت، محصلانو چارو معاونیت، څېړنیز مرکز، مشورې ورکولو مرکز، مسلکي پرمختیايي مرکز، دعوت او ارشاد آمریت، کتابتون، معلوماتي ټکنالوژي مرکز، نشراتو او عامه اړیکو آمریت، لابراتوارونه، حقوقي کلینیک، سياسي علومو کلب او میرویس نیکه کادري روغتون څخه ارزونه او نظارت وکړل.

ياد پلاوي د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د ټول کاري ټیم څخه مننه وکړل او تر څنګ يې د مؤسسینو څخه خوښي ښکاره کړل چي د ټولني د ځوانانو د مسلکي روزني لپاره يې معیاري امکانات برابر کړي دي تر څو تدريس په ښه ډول تر محصلینو انتقال سوی وي.

د یادوني وړ ده چي میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د کیفیت لوړاوي دوې مرحلې په پوره بریا سره بشپړي کړي او دا مهال د دریمي مرحلې لپاره کانديد ده.

ورځ: سه شنبه

نېټه: ۱۴۰۲/۱۱/۱۰

د نشراتو او عامه اړيکو آمریت

ویبپاڼه: www.mnu.edu.af

د لوړو زده کړو وزارت د څارني او ارزوني رياست لخوا ارزونه ترسره سول!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-22