2024-01-31

د تقرر او علمي ترفيعاتو رياست پلاوي د کندهار ولايت د لوړو زده کړو مؤسسو د استازو سره وليدل!

د لوړو زده کړو وزارت د تقرر او علمي ترفيعاتو رياست څخه راغلي پلاوي نن چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۱ نېټه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د غونډو په تالار کي د ملالۍ لوړو زده کړو مؤسسې، سبا لوړو زده کړو مؤسسې، لمر لوړو زده کړو مؤسسې او بېنوا لوړو زده کړو مؤسسې د استازو سره وليدل.

یاد پلاوی چي مشري يې ښاغلي مولوي حمیدالله عابد د استادانو او علمي ترفيعاتو امر کول او ورسره ښاغلي پوهنیار جمعه خان حقاني د هرات پوهنتون علمي کادر، محترم پوهنمل محمد شفیق عمري د کندهار پوهنتون علمي کادر او محترم نور احمد بلال د خصوصي پوهنتونونو استادانو د تقرر او انفکاک عمومي مدیر ملتیا کول.

مجلس د قرانکریم د مبارکو ایاتونو په تلاوت کولو سره پيل سو ورپسې د خصوصي لوړو زده کړو مؤسساتو په استازیتوب د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې عمومي رئيس ښاغلي محمد واسع صديقي ياد پلاوي ته ښه راغلاست وویل او د لوړو زده کړو محترم وزارت څخه یې په دې برخه کي ځانګړې مننه وکړل چي د خصوصي پوهنتونو د استادانو لپاره يې د لوړو زده کړو وزارت د لایحې مطابق د تقرر لړۍ پيل کړې ده.

ورپسې مولوي عابد صاحب د ټولو خصوصي پوهنتونو د خدماتو ستاینه وکړل او تر څنګ يې وویل چي کندهار ولایت ته زموږ د سفر موخه د وړ او علمي کادرونو استادنو د اسنادو څارنه ده تر څو د چیک لیست مطابق د هر استاد اسناد بشپړ او د لوړو زده کړو وزارت لخوا د علمي کادر په حیث د تقرر څخه برخمن سي.

د غونډي په وروستۍ برخه کي یاد پلاوي د خصوصي لوړو زده کړو مؤسسو د استازو په ملتیاء د لوړو زده کړو وزارت د چیک لیست مطابق خپلي چاري رسماً پيل کړې.

ورځ: چهار شنبه

نېټه: ۱۴۰۲/۱۱/۱۱

د نشراتو او عامه اړيکو آمریت

ویبپاڼه: www.mnu.edu.af

د تقرر او علمي ترفيعاتو رياست پلاوي د کندهار ولايت  د لوړو زده کړو مؤسسو د استازو سره وليدل!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-22