2024-02-02

د تسلیت پېغام!

په ډيري خواشنۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چي نن جمعه مبارکه د ميرويس نيکه لوړو زده کړو مؤسسې د اقتصاد پوهنځی مشر استاد محترم عبدالصمد ګلاب زاده د ورپښي ناروغۍ له کبله په حق ورسېد دی.

إِنَّا لِلَّٰهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ

د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې رهبري، اداري پلاوی او استادان د مرحوم استاد درنې کورنۍ ته خپل تسلیت وړاندي کوي اوپه دې درانه غم کي ورسره ځان شریک ګني.

همدارنګه کورنۍ ته د الله ج له دربار څخه ورته د جمیل صبر غوښتنه کوي،

اروښاد ته د رب العزت له ستر دربار څخه جنت الفردوس غواړي.

جنازه يې نن جمعه ماپښين ۲ بجې

د کندهار زاړه ښار، لوړ کاغانک نومي سيمي سره خاورو ته سپارل کیږي

خواخوږي او دوستان دي يې خبر وي

نوم يې یاد او روح يې ښاد

د تسلیت پېغام!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-22