2024-02-02

د (۲۶) شپږویشتمي دورې عمومي کانکور ازموینه واخیستل سول!

نن جمعه مبارکه د دلوي میاشتي پر ۱۴۰۲/۱۱/۱۳نېټه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې په عمومي تالار کي د کندهار پوهنتون څخه د راغلي هیئت په حضور کي هغو کاندید محصلانو څخه ازموینه واخیستل سول چي د اقتصاد، طب، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو لپاره یې نوم لیکنه کړې وه.

په آزموینه کي د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې عمومي رئيس محمد واسع صديقي، د میرویس نیکه تعلیمي او تحصيلي ګروپ رئیس او مؤسس ښاغلي ډاکټر فاروق نعیمي، د کندهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال مولوي نور احمد ایوبي ورسر مل استاد دوکتور قدرت الله نظري او د کندهار پوهنتون اقتصاد پوهنځی رئيس استاد عبدالله زیارمل، او د پوهنتون علمي مرستیال، مالي-اداري مرستیال، محصلانو چارو مرستیال، د پوهنځیو رئیسانو، د څانګو او ادارو آمرینو، مدیرانو او استادانو برخه اخیستې وه.

د ازمویني مراسم د قرانکریم د مبارکو ایاتونو په تلاوت کولو پیل سول ورپسې د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې علمي مرستیال ډاکټر نور خالق نور ګډون کوونکو ته ښه راغلاست ووایه او ورپسې یې د میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې پر خدماتو رڼا واچول، ښاغلي ډاکټر نور د ازمویني ګډون کوونکو ته پوره ډاډ ورکړ چي د عالي تحصيلاتو په چوکاټ کي ټول خدمات تاسو ته محیا سوي دي تر څو ورڅخه په ښه ډول استفاده وکړئ.

ورپسې د راغلي هیئت په استازیتوب د کندهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي مولوي نور احمد ایوبي وینا وکړل ښاغلی ایوبي وویل چي کندهار پوهنتون د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې سره پوره همږغی دی او د ځونانو څخه يې وغوښتل چي په پوره دقیقه توګه د خپل راتلونکي انتخاب وکړي تر څو ټولني ته د یو ښه مسلکي شخص په توګه د خدمت وړ وګرځي ځکه دا یو ستر او لوی مسؤلیت دی.

د اجنډا سره سم د ازمویني کمېټې لخوا د سوالونو لاک او مهر سوی صندوق د ګډونوالو په مخکي پرانیستل سول او د سولونو او جواب پاڼو د ویش برخه پيل سول.

چي د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي عبدالغني حسن د پوښتنپاڼو لارښود ګډونوالو ته تشریح کړ او د ازمویني پروسې اړوند يې بشپړ معلومات ورکړ.

ازموینه په پوره شفافیت سره واخيستل سول او پایلي به یې ډیر ژر اعلان کړل سي.

د یادوني وړ ده چي متفرقه کانکور ازموینه به د همدې میاشتي پر ۲۰مه نېټه واخيستل سي.

ورځ: جمعه مبارکه

نېټه: ۱۴۰۲/۱۱/۱۳

د نشراتو او عامه اړيکو آمریت

ویبپاڼه: www.mnu.edu.af

د (۲۶) شپږویشتمي دورې عمومي کانکور ازموینه واخیستل سول!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-25