2024-02-06

پر افغاني ټولنه د پردي کلتور منفي اغېزې (د ځوانانو نړۍ خپرونه)

تیره یکشنبه ۱۴۰۲/۱۵/ د مرکـز کابــل څخه راغلـی د افغانستان ملـــي ټلويـزيـون خبــــري ټيــم پــه ميرويــس نيکه لوړو زده کــړو مــؤسسه کــي (پر افغاني ټولنه د پردي کلتور منفي اغېزې) په نوم يو ساعته ويډيويي خپرونه ثبت او وړاندي کړل، چي په دې خپرونه کښي دوو مېلمنو هر یو ښاغلي استاد اسدالله الفت او استاد عبدالغني حسن پر یاده موضوع په هر اړخیز ډول معلومات وړاندي کړل.

د خپروني په پېل کښي، د خپروني کوربه او د افغانستان ملي راډیو ټلوېزون د ټولنیزو خپرونو مسئول رفیع الله روشن، له مېلمنو/نظر ورکوونکو څخه د کلتور او فرهنګ په اړه پوښتنه وکړه، چي وروسته د یادو استادانو لخوا معلوماتي جوابونه ورکول سول.

همدارنګه پر افغاني فرهنګ باندي بحث او پوښتني وسوې او ورسته د پردي کلتور پر منفي اغېزو باندي په مفصل ډول بحث وسوو او تر څنګ يې ځيني هغه لاملونه بیان کړل سول چي له کبله يې افغانۍ ټولنه د پردي فرهنګ د منفي اغېزو لاندي راغلې ده.

د خپروني دوهمه برخه د ګډونوالو پوښتنو ته ځانګړې سوې وه چي هر شخص په خپل نوبت سره د پورته ذکر سوي استادانو څخه پر اړوند موضوع خپلي پوښتني وکړې او د استادانو لخوا ورته جوابونه وویل سول.

د یادونې وړ ده، چي د دې پروګرام بشپړه وېډیو به ډېر ژر د افغانستان ملي ټلوېزيون او د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې پر رسمي ټولنيزو پاڼو نشر سي.

ورځ: سه شنبه

نېټه: ۱۴۰۲/۱۱/۱۷

د نشراتو او عامه اړيکو آمریت

ویبپاڼه: www.mnu.edu.af

پر افغاني ټولنه د پردي کلتور منفي اغېزې (د ځوانانو نړۍ خپرونه)



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-22