2024-02-07

د ميرويس نيکه لوړو زده کړو مؤسسې او دايکندي لوړو زده کړو مؤسسې ترمنځ د ګډو همکاريو هـوکـــړه لاسليک سول!

پرون چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۸مه نېټه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د عمومي رئيس ښاغلي محد واسع صديقي او د دايکندي لوړو زده کړو مؤسسې د رئيس ښاغلي انجنېر محمد ناصر نېکزاد له لوري د علمي او څېړنيزو همکاريو په موخه هوکړه لاسلیک سول.

د هوکړي یاد مراسم د قرانکریم د مبارکو ایاتونو په تلاوت کولو سره پيل سول ورپسې د د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې عمومي رئيس ښاغلي محد واسع صديقي انجنېر نیکزاد ته ښه راغلاست وویل او د علمي هوکړو پر ارزښت او اهمیت يې خبري وکړې.

وروسته د دايکندي لوړو زده کړو مؤسسې د رئيس ښاغلي انجنېر محمد ناصر نېکزاد لومړی د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې څخه مننه وکړل او تر څنګ د دایکندي لوړو زده کړو مؤسسې په اړه بشپړ معلومات له ګډونوالو سره شریک کړل.

د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې علمي مرستیال ډاکټر نور خالق نور د علمي نهادونو تر منځ د ګډي همکارۍ کولو هوکړي ډيري اړیني وګڼلې او د دواړو نهادونو د استادانو، اداري کارمندانو او محصلینو لپاره يې ښه فرصت یاد کړ تر څو د امکاناتو په شریک کولو سره دواړو نهادونه ښه استفاده وکولای سي.

د مجلس په وروستۍ برخه کي د یادي هوکړي ترتیب سوې هوکړه

لاسلیک او په دعاء کولو سره مراسم پای ته ورسېدل.

د یادوني وړ ده چي میروس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د هیواد څخه بهر هم د علمي نهادونو سره د ګډي همکارۍ هوکړي لاسلیک کړي او فعلا ورڅخه استفاده کیږي.

ورځ: پنج شنبه

نېټه: ۱۴۰۲/۱۱/۱۹

د نشراتو او عامه اړيکو آمريت

ویبپاڼه: www.mnu.edu.af

د ميرويس نيکه لوړو زده کړو مؤسسې او دايکندي لوړو زده کړو مؤسسې ترمنځ د ګډو همکاريو هـوکـــړه لاسليک سول!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-25