2024-02-09

د ۱۴۰۳ کال د پسرلني کانکور متفرقه ازموينه واخيستل سول!

میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د ۲۴مي متفرقه کانکور ازموینه تیره ورځ جمعه مبارکه ۱۴۰۲/۱۱/۲۰ د مؤسسې په انګړ کي له کندهار پوهنتون څخه د راغلي هیئت په حضور کي له هغو کاندید محصلانو څخه واخیستل سو چي د طب، اقتصاد، حقوقو، سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو پوهنځیو لپاره یې نوم لیکني کړي وې.

د ازمویني مراسم د قرانکریم د مبارکو ایاتونو په تلاوت کولو سره پيل سول ورپسې د يادي ازمويني په پرانيسته کي د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي عبدالغني حسن ټولو ګډون کوونکو ته ښه راغلاست ووایه او ورپسې یې د میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې پر خدماتو رڼا واچول، د هغه په قول چي د عالي تحصيلاتو په چوکاټ کي ټول خدمات تاسو ته محیا سوي دي.

د کندهار پوهنتون د راغلي هئيت په استازولي استاد پوهنمنل محمد محتاج وویل چي کندهار پوهنتون د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې سره پوره همږغی دی او د ځونانو څخه يې وغوښتل چي په پوره دقیقه توګه د خپل راتلونکي انتخاب وکړي تر څو ټولني ته د یو ښه مسلکي په توګه د خدمت وړ وګرځي.

د مقدماتي برخي څخه وروسته ټولو ګډونوالو ته د سوالونو کتابچې او جواب پاڼي وویشل سوې. ازموینه په پوره شفافیت سره واخيستل سول او پایلي به یې ډیر ژر اعلان کړل سي.

د یادوني وړ ده چي تر دې وړاندي د عمومي کانکور ازموینه اخيستل سوې وه.

ورځ: شنبه

نېټه: ۱۴۰۲/۱۱/۲۱

د نشراتو او عامه اړيکو آمريت

ویبپاڼه: www.mnu.edu.af

د ۱۴۰۳ کال د پسرلني کانکور متفرقه ازموينه واخيستل سول!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-22