2024-02-10

د پسرلني سمستر د محصلينو تدريسي بهير جريان لري!

د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د طب، اقتصاد، حقوق او سياسي علومو پوهنځيو د پسرلني سمسترونو تدريسي بهیر د لوړو زده کړو وزارت د اکاډميک مهالویش مطابق د دلوي میاشتي پر (١۵) مه نېټه پيل سوی دی چي دا مهال يې د تدريس بهیر د پلان مطابق مخته روان دی.

د یادوني وړ ده چي د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د (۲۶)مي دورې کانکور ازمویني برياليو محصلینو تدريسي بهیر به هم دا اونۍ پيل سي د یادو برياليو محصلینو څخه هیله کيږي چي ژر تر ژره دي خپلي اداري چاري بشپړ کړي.

ورځ: یکشنبه

نېټه: ۱۴۰۲/۱۱/۲۲

د نشراتو او عامه اړيکو آمريت

ویبپاڼه: www.mnu.edu.af

د پسرلني سمستر د محصلينو تدريسي بهير جريان لري!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24