2024-02-11

موضوع: د بریا او پرمختګ راز

ترتیب او راټولونه: محمد مزمل بارک

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی محصل

(د محصلینو د مقالو لړۍ)

د بریا او پرمختګ راز

که تاسو هم یو له هغو کسانو څخه یئ چې پخپل ژوند کي د پرمختګ هیله لرئ او غواړئ سبا مو تر نن ښه وي، نو حتما دا لیکنه ولولئ. که تاسو په ژوند کي هره هیله لرئ او یا دې هیلي ته ورسېدی نو همدا ستاسو بریا ده؛ مګر دا کار دومره ژر او په اسانۍ نه کېږي. په دې لاره کې به ګڼ خنډونه وي، ستونزي، ننګوني او نوري بندي لاري هم وي. دا چي دا موانع له مخې ليري کړای سي او پخپل ژوند کي د بریا او پرمختګ خوند وګورئ، نو دې څيزونو ته جدي اړتیا لرئ.

لومړی: هیله

د بریا او پرمختګ لپاره هیله لرل تر ټولو مهم بلل کېږي. که تاسو خپله هیله وبایلله پدې معنا، چې تاسو نور هېڅ کومه انرژي نه لرئ؛ نو تر هر څه لومړی ښې راتلونکي ته منتظر اوسئ، امیدونه مو ژوندي وساتئ. دا تر ټولو غوره کار دی.

دوهم: اراده

له عظم او ارادې پرته حتی لمانځه ته پاڅېدل هم سخت وي؛ نو آیا د یوې لویې موخې لپاره د ارادې درلودل به لا ډېر مهم نه وي؟ يقيناً همداسې ده. د بریا لپاره بل اړین فکټور اراده بلل کېږي.

درېم: خپل هدف تعقیبول

ځينې خلک د ژوند په اوږدو کې پر ځينو نور غیر ضروري او بې معنا کارونو مصروف شي او پدې توګه اساسي هدف ترې پاتې شي. خو تاسو باید داسې و نه کړئ، تل د خپل هدف په تعقیب کې اوسئ. دا کار تاسو بلې لارې ته له اوښتو ژغوري.

څلورم: بیا ـ بیا هڅه

په ژوند کې له ماتې وروسته باید هېڅکله له هڅو لاس په سر نه شئ. بیا بیا هڅه کوئ آخر هم دا کار یوه پايله لري، هغه دا چې تاسو به خپل هدف ته ورسېږئ.

پنځم: د وخت مدیریت

د وخت بې ځایه نه تېرول، ګټه ترې اخیستل، يو څه پکې زده کول او له یو چاسره نېکي کول هغه کړني دي چې ستاسو وخت له ضایع کېدو ژغوري. نو تل دا ټکی په نظر کې نیسئ. اصلا د وخت مدیریت د ژوند د مدیریت په معنا ده.

شپږم: فکر کول

تل خپل شخصیت او ژوند ته مثبت فکر کول موږ بریالی کوي٬ هغه څه چی شاته پاتی کیږی هغه باید پریښودل شی تل آینده ته فکر کول او خپل ځان مقایسه کول د ټولنی سره مهمه او اړینه برخه ده، تل باید دا تفکر وکړو چی زه څوک یم او څه باید ترسره کړم؟

ماخذونه:

1: anzorpanna.com

2:dawatmedia24.com

3:ketabton.com

ورځ: دوشنبه

نېټه: ۱۴۰۲/۱۱/۲۳

د نشراتو او عامه اړيکو آمريت

ویبپاڼه: www.mnu.edu.af

موضوع: د بریا او پرمختګ راز



نور اړوند خبرونه
2024-Apr-28