2024-02-13

شارژدافير چا ته ويل کيږي؟

د 1961ز کال د ويانا د کنوانسيون د 14 مادي پر بنسټ شارژدافير د ډيپلوماټيکي نمايندګۍ د رئيسانو دريمه او تر ټولو کښته پوړ دی.

شارژدافير د استونکي دولت د بهرنيو چارو د وزير استازۍ دی او د منونکي دولت د بهرنيو چارو د وزير پر وړاندي مسؤليت لري. شارژدافير تر سفير او مختار وزير په کښته درجه کي دی خو د دوی په شان د ټولو حقوقو او امتيازاتو څخه برخمن دی، يوازي په تشريفاتو کي د دوی ترمنځ توپير موجود دی.

دايمي شارژدافير د سفارت د مشرانو په ډله کي راځي خو لنډمهال او موقتي شارژدافيربيا د سفارت مشرتوب نسي کولای، بلکي د ځانګړي موضوع په اړه ليږل کيږي.

(فرهاد داوري، د ډيپلوماسۍ عمومي تاريخ)

ورځ: چهارشنبه

نېټه: ۱۴۰۲/۱۱/۲۵

ویبپاڼه: www.mnu.edu.af

د نشراتو او عامه اړيکو آمريت

شارژدافير چا ته ويل کيږي؟



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24