2024-02-17

د چاپيریال پاک ساتنه (د ځوانانو نړۍ خپرونه)

تیره یکشنبه د مرکـز کابــل څخه راغلـی د افغانستان ملـــي ټلويـزيـون خبــــري ټيــم پــه ميرويــس نيکه لوړو زده کــړو مــؤسسه کــي (د چاپيريال ساتني) په نوم يو ساعته ويډيويي خپرونه ثبت او وړاندي کړل، چي په دې خپرونه کښي دوو مېلمنو هر یو ښاغلي استاد بريالی روحان او استاد بخت محمد ريحان پر یاده موضوع په هر اړخیز ډول معلومات وړاندي کړل.

د خپروني په پېل کښي، د خپروني کوربه او د افغانستان ملي راډیو ټلوېزون د ټولنیزو خپرونو مسئول رفیع الله روشن، له مېلمنو/نظر ورکوونکو څخه د چاپيريال په اړه پوښتنه وکړه، چي وروسته د یادو استادانو لخوا معلوماتي جوابونه ورکول سول.

همدارنګه پر پاک چاپيريال ساتلو باندي بحث او پوښتني وسوې او ورسته د پاک چاپيريال نه ساتلو پر منفي اغېزو باندي په مفصل ډول بحث وسوو او تر څنګ يې ځيني هغه لاملونه بیان کړل سول چي له کبله يې چاپيريال د چټلۍ او مختلفو ناروغيو تر اغېزو لاندي راغلی دی.

د خپروني دوهمه برخه د ګډونوالو پوښتنو ته ځانګړې سوې وه چي هر شخص په خپل نوبت سره د پورته ذکر سوي استادانو څخه پر اړوند موضوع خپلي پوښتني وکړې او د استادانو لخوا ورته جوابونه وویل سول.

د یادونې وړ ده، چي د دې پروګرام بشپړه وېډیو به ډېر ژر د افغانستان ملي ټلوېزيون او د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې پر رسمي ټولنيزو پاڼو نشر سي.

ورځ: یکشنبه

نېټه: ۱۴۰۲/۱۱/۲۹

د نشراتو او عامه اړيکو آمریت

ویبپاڼه: www.mnu.edu.af

د چاپيریال پاک ساتنه (د ځوانانو نړۍ خپرونه)



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24