2024-02-18

موضوع: په سګريټ او نسوارو اخته کېدل

ترتیب او راټولونه: رحمت الله پتيال

د معالجوي طب پوهنځی محصل

(د محصلينو د مقالو لړۍ)

په سګريټو او نسوارو کې د روږدې کېدلو مادې ته نېکوټين وايي.

کله چي نېکوټين د انسان بدن ته داخل شي په ۲۰ سانيو کې مغزو ته ځان رسوي او په مغزو کې يو لړ تغيرات منځ ته راوړي چې تر ټولو مهم يې د ډوپامين په نامه د يوې مادې زياتوالی ده.

د انسان په مغزو کي د خوشحالۍ پیغام له يوې حجرې څخه بلې ته د يوې کېمياوي مادې پواسطه چې ډوپامين نوميږي وړل کيږي. هر هغه وخت چې موږ او تاسو يوه لاسته راوړنه ولرو او يا ښه کار ترسره کړو دغه ماده په مغزو کې افرازيږي او ورسره موږ د خوشحالۍ احساس کوو.

د نشه يي توکو استعمال په مغزو کې د ډوپامينو مقدار د يو کم وخت لپاره لوړوي او د معتاد د خوشحالۍ باعث ګرځي. هر هغه وخت چې د انسان ماغزه پدغه اسانه مکافاتو او انعامونو بلد شي بيا هېڅکله معتاد ته د دې اجازه نه ورکوي چې د يو ښه او يا سخت کار لپاره انرژي مصرف کړي.

نو دغه ماده انسان ته د يو کم وخت لپاره د خوښۍ او ارامۍ احساس ورکوي. پس له يو څه وخته ماغزه ورسره عادت کيږي او د انسان وجود د ډوپامين نورمال کچې ته د رسېدلو لپاره د نېکوټين استعمال ته اړتيا پيدا کوي. هر هغه وخت چې ډوپامين کچه را ټيټه شي په انسان کې د هغه د کمې کچې اعراض لکه غوصه، هيجاني کېدل، د توجه له منځه تګ، تشويش، د سر درد او لوږه منځ ته راځي. همدغه اعراض عملي انسان مجبوروي چې له سګريټو او يا نسوارو کار واخلي.

له دې امله نشه يي توکو ته لاسرسی د معتاد د ژوند هدف وګرزي. د طب له نظره اعتياد يوه د علاج وړ عقلي او رواني ناروغي شميرل کيږي. له ټولني څخه د دغه ناسور د ورکولو يو بله مهمه او مؤثره لار د مخدره موادو د پېر و پلور لمنځه وړل دي.

👈 اصلاً د سګريټو او نسوارو عمليان په سواوو روپۍ مصرفوي او خپل روغ صحت د ناروغۍ کندې ته د دې لپاره غورځوي چې خپل ماغزه د يوه داسي کس حالت ته راولي چي د سګريټو او نسوارو عمل نه کوي.

ورځ: یکشنبه

نېټه: ۱۴۰۲/۱۱/۲۹

د نشراتو او عامه اړيکو آمریت

ویبپاڼه: www.mnu.edu.af

موضوع: په سګريټ او نسوارو اخته کېدل



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24