2024-02-18

استادانو او اداري کارمندانو ته د اداري مهارتونو تـر عنوان لاندي کتابت او مراسله، ډېسک مېنجمنټ او دوسيه بندۍ اړوند درې ورځنی ټرېنينګ پای ته ورسيد.

د ميرويس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختيايي مرکز د پلان مطابق استادانو او اداري کارمندانو ته د اداري مهارتونو تر عنوان لاندي درې ورځنی ټرينينګ په لاره اچول سوی و چي پرون يکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۹ نېټه د علمي مرستيال ډاکټر نور خالق نور په مرسته د دوسيه بندۍ د موضوع په وړاندي کولو سره پای ته ورسېد دی.

په یاد ټرېنینګ کي ټولو اداري مسؤلینو او استادانو برخه درلودل او د یادي موضوع پر مهال يې خپلي پوښتني د ذکر سوي ټرېنر استاد څخه وکړي او خپل جوابونه يې ترلاسه کړل.

د یادوني وړ ده چي میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې تل هڅه کړې ده چي د محصلینو، استادانو او اداري کارمندانو پر ظرفیت پوره کار وکړي.

ورځ: دوشنبه

نېټه: ۱۴۰۲/۱۱/۳۰

د نشراتو او عامه اړيکو آمریت

ویبپاڼه: www.mnu.edu.af

استادانو او اداري کارمندانو ته د اداري مهارتونو تـر عنوان لاندي کتابت او مراسله، ډېسک مېنجمنټ او دوسيه بندۍ اړوند درې ورځنی ټرېنينګ پای ته ورسيد.



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24