2024-02-21

د ميرويس نيکه لوړو زده کړو مؤسسې رهبري پلاوي د کندهار سوداګرۍ او پانګوني خوني رياست د استازو او مشرتابه سره وليدل!

نن چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲ نېټه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې مؤسس ډاکټر فاروق نعيمي، عمومي رئيس محمد واسع صديقي او ورسره د پوهنتون رهبري پلاوي د کندهار ولايت د سوداګرۍ او پانګوني خوني رياست د مشرتابه الحاج مُحمد صدیق (مُهمند)

او د ياد رياست مديره هئيت غړو سره ليدنه ترسره سول.

د ليدني په پيل کي د قرانکریم څو مبارک ایاتونه تلاوت سول ورپسې د کندهار سوداګرۍ او پانګوني خوني رياست مشرتابه ښاغلي مُهمند صاحب ښه راغلاست وویل او د دواړو لورو لخوا معرفت ترسره سو.

د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې په استازولي مؤسس ښاغلي ډاکټر صاحب نعيمي خبري وکړې او د خصوصي سکتور په تقويه کي يې د یاد ریاست هڅي د ستایلو وړ وګنلې همدا راز يې د طب پوهنځی د اخیري سمسټرونو د محصلینو د ستاژ(عملي کار) موضوع شریکه کړل تر څو په مُهمند نړیوال (۲۰۰) بستریز روغتون کي ورته زمینه مساعده سي. ځکه د یاد روغتون امکانات او طبي پرسونل پر معیار برابر دي او د محصلینو د عملي کار د زده کړي په برخه کي ډير څه کېدای سي.

ورپسې د پوهنتون علمي مرستیال ډاکټر نور ، محصلانو چارو مرستیال ښاغلي حسن او د طب پوهنځی رئيس داکټر حاشر هم پر ځينو برخو خبري وکړې، غوښتني او نظرونه يې شریک کړل.

وروسته د سوداګرۍ خونی رئیس ښاغلي مُهمند صاحب لومړی د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د فعالیتونو ستاینه وکړل او په یاده برخه کي يې د مسؤلینو څخه مننه وکړل ښاغلي مُهمند په خپلو خبرو کي د خصوصی سکتور د ښو فعالیتونو څخه هغه که په علمي برخه کی وي او که په نورو برخو کي او که چیري خصوصي سکتور تقویه وي ښه کادرونه به ولرو، ځکه همدا د وطن د ترقۍ سبب ګرځي د کندهار د ملي تاجرانو په استازیتوب يې ډاډ څرکند کړ چی موږ هر ډول همکارۍ ته اماده یو او بغیر له کوم امتیاز څخه خپل امکانات درسره شریکوو په خاص ډول بیا د روغتیا په برخه کي او ستاسو غوښتني به د ا.امـارـ.ت د مشرانو سره شریکوو باوري یو چي انشاءالله زموږ وړاندیزونه به منل کیږي.

په یاده لیدنه کي د کندهار سوداګرۍ او پانګوني خوني رياست یو شمېر نورو غړو هم خپل نظریات او وړانديزونه شریک کړل او د دواړو لورو د ګډي همکارۍ کولو ډاډ څرګند سو.

او مجلس د خاتمې دعاء په کولو سره پای ته ورسېد دی.

د یادوني وړ ده چي میروس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې تل هڅه کړې ده چي د ټولني د ټولو اړخونو سره خپلي د ګډي همکارۍ اړيکي دوامداره وساتي.

ورځ: چهارشنبه

نېټه: ۱۴۰۲/۱۲/۲

د نشراتو او عامه اړيکو آمریت

ویبپاڼه: www.mnu.edu.af

د ميرويس نيکه لوړو زده کړو مؤسسې رهبري پلاوي  د کندهار سوداګرۍ او پانګوني خوني رياست د استازو او مشرتابه سره وليدل!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-22