2024-02-21

د مورنۍ ژبي نړيواله ورځ په علمي بحث کولو سره ولمانځل سول!

نن چهارشنبه د رواني حوت میاشتي پر دوهمه نېټه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د نشراتو او فرهنګي چارو کمېټې له لوري د مورنۍ ژبي نړيواله ورځ په علمي بحث کولو سره ولمانځل سول.

بحث د قرانکريم په مبارکو ایاتونو شروع سو په پيل کي د یادي ورځي پر ارزښت د نشراتو او عامه اړيکو آمر ښاغلي محب الله هوتک خبري وکړې او د مورنۍ ژبي په اړه يې بشپړ معلومات د ګډونوالو سره شریک کړل.

همدا راز يې د محصلینو څخه غوښتنه وکړل تر څو په خپل مسلک کي د لیکني کولو دود پياوړی کړي تر څو د مورنۍ ژبي د معلوماتو تشه تر یو حده ډکه سوې وي.

ورپسې حافظ مولوي احمد نعماني د مورنۍ ژبي پر دیني اړخ بحث وکړ تر څو خپلي ژبي ته کار وکړو او د خلګو د عامه پوهاوي په برخه کي د اسانتیا رامنځته کولو وسيله جوړه سو

د نورو ژبو څخه په خپل مسلک ژباړي وکړو او د ټولني سره يې د مختلفو لارو شریکي کړو.

د بحث په وروستۍ برخه کي د محصلینو په استازولي د اقتصاد پوهنځی محصل ښاغلي محمد ادريس په ټکنالوژي کي د پښتو ژبي د معلوماتو برخه بیخي پر نشت حساب کړل او په یاده برخه کي يې د هر لوستي ځوان دا مسؤلیت وګڼی چي کوم څه يې زده کړي هغه په لیکلې بڼه ټولني ته وړاندي کړي.

د مورنۍ ژبي نړيواله ورځ د یونیسکو سازمان لخوا په ۱۹۹۹م کال د نومبر پر ۱۷مه نېټه اعلان کړل سو چي لومړنۍ لمانځنه يې د ۲۰۰۰ م کال د فبروري په ۲۱مه نېټه ترسره سول.

د یادوني وړ ده چي میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې تر دا مهاله د استادانو ۲۷ ټوکه حقوقي، اداري، اقتصادي او د طب په برخه کي کتابونه چاپ کړي دي چي فعلا محصلین ورڅخه د مطالعې لپاره استفاده کوي.

ورځ: چهار شنبه

نېټه: ۱۴۰۲/۱۲/۲

د نشراتو او عامه اړيکو آمريت

ویبپاڼه: www.mnu.edu.af

د مورنۍ ژبي نړيواله ورځ په علمي بحث کولو سره ولمانځل سول!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-22