2024-02-26

د طب پوهنځی (پنځم سمسټر) محصلين د عملي کار پر مهال

د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د معالجوي طب پوهنځی د پنځم سمسټر محصلینو ته د مایکروبیالوژي مضمون اړوند د ميډيا جوړوني موضوع په عملي بڼه د عملي کار د استاد وحيدالله حقاني لخوا ترسره سول.

د یادي موضوع اړوند لومړی محصلینو ته معلومات ورکول سول ورپسې د ميډيا جوړوني مواد او د جوړني طريقه وښودل سول محصلینو د یادي موضوع اړوند پوښتني وکړې او د استاد حقاني لخوا يې جوابونه ترلاسه کړل.

د یادوني وړ ده چي د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د معالجوي طب پوهنځی د محصلینو د عملي کار لپاره د طبي لابراتوارونو تر څنګ روغتون هم شتون لري چي مهالويش مطابق محصلین ورڅخه استفاده کوي.

ورځ: سه شنبه

نېټه: ۱۴۰۲/۱۲/۸

د نشراتو او عامه اړيکو آمريت

ویبپاڼه: www.mnu.edu.af

#ميرويس_نیکه_تعليمي_او_تحصيلي_ګروپ

د طب پوهنځی (پنځم سمسټر) محصلين د عملي کار پر مهال



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-22