2024-03-04

د چاغښت (Obesity) نړيواله ورځ

د علمي سيمينار په وړاندي کولو سره ولمانځل سول!

نن دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۴ نېټه یا د مارچ (۴مه) د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د نشراتو او عامه اړيکو آمریت او طب پوهنځی په ګډه همکاري د چاغښت (Obesity) نړيواله ورځ د علمي سيمینار په شکل ولمانځل.

د لمانځني پيل د قرانکريم د مبارکو اياتونو په تلاوت کولو سره وسو ورپسې علمي مرستيال او د طب پوهنځی استاد ډاکټر نور خالق نور د چاغښت زیاتوالی، د چاغښت څخه رامنځ ته کېدونکي خطرات، ستونزي او ناروغۍ، د مخنیوي پر لارو چارو او پر داسي نورو مهمو مسائلو باندي خبري وکړې او هغه عوامل يې هم ورسره بیان کړل چي له امله يې د انسان په وجود کي ورځ تر بلي د چاغښت زیاتوب رامنځته کیږی.

د یادي موضوع اړوند محصلینو خپلي پوښتني د استاد ډاکټر نور خالق نور څخه وکړې

او استاد لخوا يې جوابونه ترلاسه کړل.

په یاده برخه کي سپارښتنه وسول چي د خپل ځان د صحت په موخه باید په ټولنه کي

عامه پوهاوی زیات کړو او تر څنګ يې خپل ورځني خورکونه د ډاکټرانو د مشورې

مطابق استفاده کړو او په ورځ کي باید حتمي ورزش کولو ته وخت ځانګړی کړو.

د یادوني وړ چي میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې تل هڅه کړې ده چي داسي ارزښت لرونکي ورځي د مختلفو پرګرامونو په ترتیب کولو سره ولمانځي تر څو ټولنه ورڅخه باخبره پاته سوې وي.

ورځ: دوشنبه

نېټه: ۱۴۰۲/۱۲/۱۴

د نشراتو او عامه اړيکو آمريت

ویبپاڼه: www.mnu.edu.af

د چاغښت (Obesity) نړيواله ورځ



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-21