2024-03-06

د پسرلني سمسټر پر علمي برنامو او لنډمهاله کورسونو ځانګړې ناسته ترسره سول!

تيره ورځ سه شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۵مه نېټه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د عمومي رئيس محمد واسع صديقي په مشري اداري غونډه ترسره سول چي پکښي د پوهنتون اداري مسؤلینو ګډون کړی و.

د غونډي پيل د قرانکریم په مبارکو ایاتونو وسوو ورپسې د پوهنځيو استازو د روان تدریسي بهیر په اړه بشپړ راپور شریک کړ او تر څنګ یې د په ځينو ټولګیو کي د سته ستونزو یادونه وکړل.

د ښاغلی صديقي صاحب لخوا مالي او اداري معاونیت ته د یادو سو ستونزو د ژر حل په موخه سپارښتنه وسول تر څو په هیڅ صورت د محصلینو تدريسي بهیر د خنډ سره مخ سوی نه وي.

همداراز په غونډه کي د علمي برنامو د عملي برخي او لنډ مهاله کورسونو په اړه د پلان د تطبیق راپور شریک سو چي په ځينو برخو کي عملی پيل سوي دي او دا لړۍ په پوره

بریالیتوب سره مخته ځي.

د متفرقه موضوعاتو تر ذکر کولو وروسته غونډه په دعایه سره پای ته ورسېدل.

د یادوني وړ ده چي د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د پسرلني سمسټر تدريسي بهیر د لوړو زده کړو وزارت د اکاډميک مهالویش مطابق پيل سوی دی.

ورځ: چهارشنبه

نېټه: ۱۴۰۲/۱۲/۱۶

د نشراتو او عامه اړيکو آمريت

ویبپاڼه: www.mnu.edu.af

د پسرلني سمسټر پر علمي برنامو او لنډمهاله کورسونو ځانګړې ناسته ترسره سول!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-21