2024-03-06

د پسرلني سمسټر پر علمي برنامو او لنډمهاله کورسونو ځانګړې ناسته ترسره سول!

د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د سياسي علومو او نړيوالو اړيکو څانګي د اتم سمسټر محصلینو د مونوګراف دفاع کولو لړۍ د جوري هئيت په وړاندي پيل سول.

محصلينو په پوره بریالیتوب سره وکولای سول چي د لارښود استاد لخوا ورکول سوي موضوعات په ښه توګه د جوري هئيت په مخکي وړاندي کړي.

جؤري هئيت چي د پوهنځی د مسؤلینو او استادانو څخه ټاکل سوی پلاوی دی، د یاد محصلينو پر مونوګراف يې هر اړخیزه کتنه وکړل او په ټاکل سوي موضوع کي يې ورڅخه خپلي پوښتني وکړې چي د نوموړو محصلينو لخوا جواب کړل سوې.

د یادوني وړ ده چي د حقوقو او سياسي علومو او اقتصاد پوهنځیو محصلین د خپلي لیسانس دورې په اتم سمسټر کي پر یوې ټاکل سوي موضوع د مونوګراف په نوم څېړنه کوي او وروسته يې د جؤري هئيت په مخکي دفاع کوي.

ورځ: چهارشنبه

نېټه: ۱۴۰۲/۱۲/۱۶

د نشراتو او عامه اړيکو آمريت

ویبپاڼه: www.mnu.edu.af

#ميرويس_نیکه_تعليمي_او_تحصيلي_ګروپ

د پسرلني سمسټر پر علمي برنامو او لنډمهاله کورسونو ځانګړې ناسته ترسره سول!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-21