2024-03-06

د اقتصاد پوهنځی د رئيس استاد عیان د ایران هیواد رسمي سفر بشپړ سو!

د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د اقتصاد پوهنځی رئيس او استاد عبدالحمید عیان د میرويس نیکه اقتصادي مشورتي مرکز لخوا د کندهار ولایت د یو تن تجار ښاغلي کریم الله حکیمي سره ایران هیواد ته د اقتصادي مشاور په توګه رسمي سفر ترسره کړ.

د یاد سفر موخه د ایران هیواد څخه د لبنیاتو د توليدي فابرېکې د ماشینرۍ رانیول وه

تر څو په معیاري او عصري بڼه په کندهار ولایت کي یاده فابریکه جوړه او تولیدات يې د هیواد په کچه مختلفو ولایتونو ته انتقال سي او تر څنګ زیات شمېر خلګو ته د کار کولو زمینه برابره سي.

په دې رسمي سفر کي د مختلفو کمپنيو سره لیدنه وسول او د فابریکې اړوند بشپړ معلومات ترلاسه سول چي تر پوره معلوماتو وروسته په دې وتوانېدل چي د نوي ټکنالوژي په ځانګړتیا درلودلو سره او د اوسني عصر مطابق ماشنیري انتخاب، خریداري او کندهار ولایت ته را انتقال کړي.

تر را انتقال وروسته الحمدالله د یادي فابریکې د ماشنيرۍ د نصب چاري فعلا په کندهار ولايت کي جریان لري او ډير ژر به په فعالیت پيل وکړي.

د یادوني وړ ده چي د میرویس نیکه اقتصادي مشورتي مرکز تل هڅه کوي تر څو د ټولني د تجارانو سره اوږه پر اوږه ودیریږي او په خپلو مشورو سره يې تجارت ته پرمختیا ورکړي.

ورځ: پنج شنبه

نېټه: ۱۴۰۲/۱۲/۱۷

د نشراتو او عامه اړيکو آمريت

ویبپاڼه: www.mnu.edu.af

#ميرويس_نیکه_تعليمي_او_تحصيلي_ګروپ

د اقتصاد پوهنځی د رئيس استاد عیان د ایران هیواد رسمي سفر بشپړ سو!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-21