2024-03-07

د نړيوال طبي لاېسنس (USMLE) د ازمويني پروسې اړوند د پوهاوي سيمينار وړاندي سو!

نن پنج شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۷مه نېټه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د غونډو په تالار کي د نړيوال طبي لاېسنس (USMLE) د ازمويني پروسې اړوند د پوهاوي سيمينار د ډاکټر جلال لخوا وړاندي سو چي د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د طب پوهنځی د محصلینو تر څنګ د کندهار ولایت د نورو پوهنتونو د طب پوهنځیو محصلینو هم ګډون کړی و.

د سيمينار پيل د قرانکریم د مبارکو ایاتونو په تلاوت کولو سره وسو ورپسې علمي مرستیال ډاکټر نور خالق نور د پيل او ښه راغلاست وینا وکړل او تر څنګ په بهرني هیوادونو کي د طب پوهنځی د محصلینو لپاره پر برابرو سو اسانتیاو خبري وکړې.

وروسته ډاکټر عبدالجلال پکتین لومړی د نړيوال طبي لاېسنس (USMLE) ګډنوالو ته وکړل او تر څنګ يې یاد پروګرام ته د نوم لیکني او ازمويني پروسې په بشپړه توګه ورته تشریح کړې محصلینو خپلي پوښتني د ښاغلي ډاکټر جلال څخه پر یاده موضوع وکړې

او د پکتين صاحب لخوا يې جوابونه ترلاسه کړل.

د یادوني وړ ده چي د نړيوال طبي لاېسنس (USMLE) د ازمويني پروسې لومړی پړاو د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د طب پوهنځی فارغ محصل ښاغلي ډاکټر جلال په بریا سره بشپړ کړی دی او دا مهال د دوهم پړاو لپاره امادګي نیسي.

ورځ: پنج شنبه

نېټه: ۱۴۰۲/۱۲/۱۷

د نشراتو او عامه اړيکو آمريت

ویبپاڼه: www.mnu.edu.af

د نړيوال طبي لاېسنس (USMLE) د ازمويني پروسې اړوند د پوهاوي سيمينار وړاندي سو!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24