2024-03-08

موضوع: په اسلام کي د حجاب ارزښت

ترتیب او لیکنه: احمد مجتبی بری

لارښود استاد: میراحمد (رحلت)

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی محصل

(د محصلينو د مقالو لړۍ)

لنډیز:

اسلام مبين د ين د انساني ژوند د ټولو اړخونو لپاره داسې حدود ټاکلي،چې که انسان یې په خپل ژوند کې عملي کړي نو هم به په دنيا کې د عزت، شرافت او په اخلاقي اصولو برابر ژوند ولري او هم به د اخرت سعادت او نیکمرغي ورپه برخه شي. ځکه اسلام د حیاء، پت، عزت، ننګ او غیرت دین دی او خپلو لارویانو ته هم د حیاء لارښوونه کوي. او تل د پتمنو انسانانو ستاینه کوي د حیاء او غیرت ډېري نښې دي چې له هغو څخه یوه ستره برخه يې حجاب، پرده او د سترګو ساتلو پورې اړه لري. ځکه د حجاب له پېژندلو پرته موږ د دې موخې، ګټې او زیانونه نشو پېژندلی. د حجاب په احکامو کې ښځو ته ویل شوي،چې په خپلو کورونو کې په ډېرعزت او وقار و اوسېږي او د جاهلیت د دور ښځو په څير خپل ښایست او زینت خلکو ته ښکاره نه کړي او که چېرې د کور څخه د وتلو ډېر ضرورت پیدا کېږي نو لوی پړونی یعنې څادر دې واغوندي او د زینت کوم زیورات چې شړنګېږي نو له کوره د وتلو په وخت دې هغه هم نه اچوي، په خپلو کورونو کې دي د محرم او نا محرم سړو ترمنځ توپیر وکړي او د دوی په مخکې دې په ښایست او زینت نه ګرځي.

د اسلام دين مؤمنانو ته امرکوي چې خپل نظرونه په کنټرول کې وساتي او پرديو ښځو ته ونه ګوري، ترڅو چې د پرديو ښځو په ليدلو سره شيطان د دوی په زړونو کې د فحشاء اراده پيدا نه کړي.

کلیدي مفاهیم:

ارزښت؛ اسلام؛ حجاب؛

مقدمه:

حجاب په لغت کې ساتِر(پټوونکي) ته ويل کېږي، همدا راز هرهغه شی چې د دوو شيانو ترمنځ حايل واقع کېږي حجاب ورته ويل کېږي، لکه عربان چې وايي (امرءة محجوبة) يعنې هغه ښځه چې په يوې پردې سره يې ځان پټ کړی وي. د حجاب کلمه اوس په پښتو ژبه کې هم د ستر،پردې او ځينې ځای د حياء په معنی استعمالېږي، لکه موږ چې وايو، فلانۍ ډېره با حجابه ښځه ده مقصد مو دا وي چې هغه د ستر او پردې ډېره پابنده ده او يا وايو چې فلانۍ ډېره بې حجابه کورنۍ ده، معنی دا چې هغه بې حياء او بې پردې کورنۍ ده.

اهداف:

۱ – د حجاب په معنی او مقصد باندي پوهیدل.

۲ – د حجاب ګټي او ارزښت معلومیدل.

۳ – د حجاب د تطبیقولو لاري چاري غوره کول.

میتودولوژي:

دا چي څیړنه په مختلفو ميتودونو سره ترسره کيږي، لکه کتابتوني، ساحوي، لابراتواري، انترنيټي او مختلطه زما د څېړني تګلاره کتابتوني ده.

د څیړني پوښتني:

الف – اصلي پوښتني:

۱ – د اسلام له نظره د حجاب حکم څه شي دي؟

ب – فرعي پوښتني:

۱ – د نورو ادیان له نظره د حجاب ارزښت څه دی؟

۲ – د طب له نظري د حجاب کټي کومي دي؟

د څیرني فرضیي:

اصلي فرضیه:

۱ – داسي ګمان کيږي چي د اسلام له نظره حجاب فرض دی.

فرعي فرضیه:

۱ – ګمان کیږي چي حجاب علمي کول زیاتي طبي ګټي لري.

موضوع: په اسلام کي د حجاب ارزښت



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-21