2024-03-09

د نوي محصلينو د ښه راغلاست او ممتاز محصلينو د ستايني غونډه ترسره سول!

پرون شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۹ نېټه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د ۲۶ دورې د نوي محصلينو د ښه راغلاست او تیر سمسټر د ممتاز محصلینو د ستایني په ویاړ غونډه ترسره سول.

په یاده غونډه کي د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې عمومي رئيس محمد واسع صديقي، علمي مرستیال، محصلانو چارو مرستیال د اقتصاد، طب، حقوق او سياسي علومو پوهنځيو رئيسانو، د څانګو آمرینو، استادانو، اداري مسؤلینو او محصلینو ګډون کړی و.

غونډه د قران کریم په مبارکو ایاتونو پيل سول او د اجنډا سره سم د پيل وینا د مؤسسې عمومي رئيس ښاغلي صديقي وکړل او ټولو نوي محصلینو ته یې ښه راغلاست او ممتاز محصلینو ته يې مبارکي وویل، صديقي صاحب په خپلو خبرو کي نوي محصلینو ته د تحصيلي بهیر ارزښتونه بیان کړل او په ټولنه کي يې د دوی پر مهم رول ادا کولو هم بحث وکړ.

ورپسې محصلانو چارو مرستیال ښاغلي عبدالغني حسن د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې پر لاسته راوړونو رڼا واچول او تر څنګ يې د مؤسسې اصول ګډونوالو ته واضح کړل.

د اجنډا مطابق د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی سرپرست رئيس میراحمد رحلت د پوهنځی اړوند معلومات او د حقوقي کلينک معرفت وکړ. ، د اقتصاد پوهنځی رئيس ښاغلي عبدالحميد عيان د پوهنځی اړوند معلومات او د تجارتي مشورتي مرکز پېژندنه بیان کړل او د طب پوهنځی رئيس ښاغلي ډاکټر فضل الرحمن حاشر د کریډيټ لایحه تشریح او د پوهنځی اړوند معلومات يې کړل.

د معلوماتي ټکنالوژي مرکز امر انجنېر امین الله رسولي د محصلینو لپاره ترتیب سوي د ټکنالوژي سيسټمونه تشریح کړل او تر څنګ يې د استفادې کولو لاري چاري ورته بیان کړې.

د غونډي په وروستۍ برخه کي هغه محصلین د ستاینلیک په ورکولو سره وستایل سول چي د خپلي پوهنځي په کچه يې په تیر سمسټر کي لومړی، دوهم او دریم مقام خپل کړی و.

او غونډه د خاتمې په دعاء کولو سره پای ته ورسېدل.

د یادوني وړ ده چي د دې تر څنګ د هري پوهنځی لخوا د لوړو زده کړو وزارت ټولي لایحي هري ټولګۍ ته د نږدې په پوره وضاحت سره هم تشریح او معلومات ورکول سوي دي.

ورځ: یکشنبه

نېټه: ۱۴۰۲/۱۲/۲۰

د نشراتو او عامه اړيکو آمريت

ویبپاڼه: www.mnu.edu.af

د نوي محصلينو د ښه راغلاست او ممتاز محصلينو  د ستايني غونډه ترسره سول!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-21