2024-03-16

موضوع: اخـــلاق پـېـــژنــدنـه

لیکنه: استاد احمد ظفر درانی

دنده: د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی استاد

میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه

(د کارمندانو او استادانو د مقالو برخه)

الله رب العزت د بشریت دپیدایښت سره سم الهی احکام رالیږي تر څو د همدغو احکامو سره سم انسانان په بشری نړۍ کي خپل د ژوند چاری سمبال کړي، چي د دې جملې څخه یو هم اخلاقی احکام دی، اخلاق د انسان لپاره د مهمترینو مسایلو څخه دی او په اجتماعي ټولنه کی ډیر اړین بلل کیږی.

اخلاق لغوی تعریف: اخلاق دخلق جمع ده او دخلق لغوی تعریف زبیدی(رحمه الله) وایی:

ژباړه:خلق دخا په پیښ سره خوی او عادت ته ویل کږی او عادت هغه څه دی چی د انسان په طبع کی موجود وی،او دخلق کلمه په دغه معنی سره د عائشه رض په حدیث کی هم استعمال سوی ده، چی فرمایی(د رسول الله ص اخلاق قرآن ؤ)یعنی په قرآن پوری یی منګولی لګولی وی، دهغه په آدابو یی عمل کاوه، د اوامرو او نواهیو خیال یی ساته، او ټولی هغه ښیګڼی چی په قرآن کی ذکرسوی دی،هغه دده عادت او طبع وه.

اخلاق اصطلاحی تعریف: د اصطلاحی تعریف په اړه سیدشریف جرجانی رحمه الله وایی:

ژباړه: خلق یا اخلاق دهغه کلک نفسی حالت څخه عبارت دی چی په ډیره نرمی او اسانی سره کړنی ورڅخه صادریږی، بیله دی چی فکراو نظر ته اړتیا ولری.

او اخلاق څو ډولونه لری:

۱ – دښه والی او بد والی په اعتبار

الف: ښه اخلاق: هغه حالت دی چی داسی افعال او اقوال ځینی صادریږی چی شریعت او عقل یی ښه بولی.

ب:بد اخلاق: هغه حالت دی چی داسی افعال او اقوال ځینی صادریږی چی شریعت او عقل یی بد وبولی.

۲ – دفطری والی او کسبوالی په اعتبار:

الف: فطری اخلاق: هغه عاداتو ته ویل کیږی چی په طبیعی ډول سره په انسان کی موجود وی.

ب: کسبی اخلاق:هغه عاداتو ته ویل کیږی چی انسان یی په خپل زیار او کوښښ سره لاسته راوړی.

داچی اخلاق فطری او اکتسابی دی د دلیل لپاره بی شمیره احادیث شتون لری، مثال په ډول

کله چی دعبدالقیس ډله مدینی منوری ته راغلل په دی ډله کی داشج په نامه یو کس ته رسول الله ص داسی وویل!

په تا کی دوه خویونه دی چی الله تعالی ته محبوب او خوښ دی، یو حوصله ده او بل تلوار نه کول دی، ده وویل یا رسول الله، آیا دغه خویونه ما پخپل زیار او کوښښ سره لاسته راوړی دی او که الله تعالی په طبیعی شکل په ما کښی پیداکړی دی، رسول الله ص ورته وویل چی الله تعالی په طبیعی ډول درکړی دی، ده وویل حمد دی وی،هغه الله لره چی په ما کی یی دوه داسی خویونه پیدا کړی دی چی الله او رسول الله ته محبوب او خوښ دی.

دپورته حدیث شریف څخه معلومیږی چی ځینی اخلاق الله رب العزت د ځینو انسانانو په وجود کی په طبیعی توګه ایښی وی او ځینی اخلاق بیا اکتسابی وی چی انسان یی پخپل زیار او د الله په توفیق لاسته راوړی،خو په دی کی شک نسته چی فطری اخلاق پر کسبی خلاقو غوره دی،ځکه کوم نیک اخلاق چی د انسان طبع او عادت وی دهغه لپاره کوم مشقت او سختی ته نه وی اړه، او دا د الله ج فضل او رحمت دی، چاته چی یی خوښه سی ورکوی یی.

خو کوم کسان چی طبع او فطری نیک اخلاق نلری هغه کسان کولای سی چی نیک او حمیده اخلاق د زیار،کوښښ او قوی عزم له لاری لاسته راوړی، دفاضلو اخلاقو د لاسته راوړلو لپاره اسلام شریعت ځینی خاص قواعد او اصول بیان کړی دی.

ورځ: یکشنبه

نېټه: ۱۴۰۲/۱۲/٢۷

د نشراتو او عامه اړيکو آمريت

ویبپاڼه: www.mnu.edu.af

موضوع: اخـــلاق پـېـــژنــدنـه



نور اړوند خبرونه
2024-Dec-04