2024-03-17

د طب پوهنځی (پنځم سمسټر) محصلين د عملي کار پر مهال

د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د معالجوي طب پوهنځی د پنځم سمسټر محصلینو ته د فزیولوژي مضمون اړوند د BT and CT معایناتو موضوع په عملي بڼه د عملي کار د استاد وحيدالله حقاني لخوا ترسره سول.

د یادي موضوع اړوند لومړی محصلینو ته معلومات ورکول سول ورپسې عملي کار ترسره سواو محصلینو د یادي موضوع اړوند خپلي پوښتني وکړې.

د یادوني وړ ده چي د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د معالجوي طب پوهنځی د محصلینو د عملي کار لپاره د طبي لابراتوارونو تر څنګ روغتون هم شتون لري چي مهالويش مطابق محصلین ورڅخه استفاده کوي.

ورځ: دوشنبه

نېټه: ۱۴۰۲/۱۲/۲۸

د نشراتو او عامه اړيکو آمريت

ویبپاڼه: www.mnu.edu.af

#ميرويس_نیکه_تعليمي_او_تحصيلي_ګروپ

د طب پوهنځی (پنځم سمسټر) محصلين د عملي کار پر مهال



نور اړوند خبرونه
2024-Dec-04