2024-03-17

موضوع: تعلیم او په ټولنه یې تاثیرات

لیکنه: یعقوب سروري

د حقوق او سياسي علومو پوهنځی محصل

(د محصلینو د مقالو لړۍ)

تعلیم په ۱۹مه او ۲۰مه پېړۍ کې د ټولنې/ټولنو د روح په مانا افاده شوی دی. ټولنه د فرادو مجموعه ده، هغه که د یو هېواد په سطحه افراد وي هم ټولنه ده، که د ولسوالي په کچه وي هم ټولنه ده. لکه څنګه چې مو وویل ټولنه د افرادو مجموعه ده او د افرادو فطرت دا دی چې دوی متحرکه او خوځنده خاصه لري او ټولنې تغیروي، ټولنو ته پرمختګ ورکوي او کله کله داسې هم کېږي چې افراد د ټولنو د پروفاشي او د ټولنو د را پرځېدا لامل شي. له معاصر دور څخه مخکې حکومتونو ټولنې او د ټولنو افراد او ولسونه د شطرنج د لوبې د دانو په شکل استفاده کول او تل یې دا هڅه کوله چې ټولنې د خپلو سیاسي موخو لپاره وکاروي.

په منځنیو پېړیو کې او تر هغه په مخکیني دور کې په اروپا کې ټولنې فقط سیاسي ابزار وې. ټولنې په یوه محدوده کې ساتل شوې وې او ورځنۍ چارې یې د حکومتونو، پاپ او کلیسا اطاعت او عباد و، دوی به تر خپل وس زیات کار کولو ته اړ ایستل کېدل او اِعاشه به یې فقط دومره وه چې په وپایي. دې چارې څو پېړۍ دوام وکړ خو کله چې په ۱۶مه پېړۍ کې چې د اروپا د ویښتیا، روښانتیا او فکري تمرکز پېړۍ ورته ویلای شو د یو اروپایي (مارتین لوتر) له لوري چې د کلیسا په مخ یې د بغاوت په موخه خپل ۹۰ ماده یز اصول را ځوړند کړل او له کلیسا او پاپ څخه د بغاوت په موخه یې اروپایي ولسونه په ځان پسې کړل تر څو د مستبدو او تیوکراتیکو حکومتولیو په ځای خپل ځان مطرح کړي او ځان ته ترجیح ورکړي، هماغه و چې په تدریجي ډول ټولنو د رنسانس او نورو نویو انساني تیوریو په لړ کې ډېر انقلابونه وکړل، فکرونه یې په خورا سرعت سره په دقیقه بڼه جوړ کړل او د ځان او ټولنې اهمیت یې وپېژاند.

اروپایي ټولنو چې تر دې مخکې د پاپولیزم په اساس په یو نه یو څه غولول شوې وې نور یې نه غوښتل چې پاپ او کلیسا یې په چارو کې دخالت وکړي، دوی غوښتل چې پخپله لاس په کار شي او په ګډه خپلې ټولنې له دې مستبدانه او بد حالت څخه د رڼا، پرمختګ او هوساینې په لور ټېل وهي، هماغه و چې تعلیم ته یې مخه کړه، شپې او ورځې یې په ځانونو یو کړې تر څو ځانونه وپوهوي چې په دې وپوهېږي چې په څه باید خلک وپوهوي. چې بحث اوږد او خسته کُن نه شي په لنډ ډول به ووایو چې هغوی نور تعلیم د ټولنې روح وبلل او په دې باور شول چې یوازې او یوازې په مسائلو باندې پوهېدنه د بهبود او ترقي لامل کېدای شي او بل هیڅ نه، هماغه و چې دوی له رنسانه بیا تر ویښتیا، روښانتیا، کشفیاتو، صنعتي انقلابونو، مستعمرو او د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي او… مکتبونو او تیوریو په لور مخه کړه تر څو چې یې اروپا او په ټوله کې غرب نن ورځ تر دې ځایه را رسولی چې په کائیناتو کې په زغرده بحث کوي او…

خبره به را لنډه کړو او یوه پښه نیونه به زموږ ټولنې ته وکړو، زموږ په ټولنه کې چې زه یو شي ته متوجه شوی یم او مایوسه کوي مې، هغه په یوویشتمه پېړۍ او په اوسني ماډرن او تیکنالوژیکي دور کې زموږ د ټولنې او په همدې ټولنه کې د تعلیم او تحصیل او په اړه یې د فرضیت، مباحیت او ضروریت بحثونه دي. موږ لا ولې دومره شاته پاتې یو چې اوس هم د تعلیم د ارزښت په اړه خبرې کوو، ایا دا یو کلیشه شوی بحث نه دی؟

چې موږ لا ورته پوره وخت ورکړی. دا ډېره د شرم خبره ده چې موږ اوس هم په غونډو پروګرامونو، مجلسونو او… کې خلک دې ته را بولو چې تعلیم وکړئ، علم حاصل کړئ او…

دا خبرې د ډېر مخکیني دور خبرې دي/وې چې په دې اړه د عامه پوهاوي د ورکولو مسئولیت زموږ اسلافو ته ور ګرځي. نورې نړۍ د علم د حصول لپاره ولسونو ته د عامه پوهاوي د ورکولو مسئولیتونه پېړۍ پېړۍ وړاندې تر سره کړي دي ( چې پورته پراګراپونو کې اشاره ورته شوې ده) او اوس لګیا دي د همدې تعلیم په مټ اهداف او ګټې تعقیبوي او موږ لا په دې نه یو توانېدلي چې حد اقل ټولنه اهلي کړو او دې ته یې سازه کړو چې تعلیم ته د مذهب له عینکو نه بلکې د احساس او ضرورت له عینکو وګوري.

ورځ: دوشنبه

نېټه: ۱۴۰۲/۱۲/۲۸

د نشراتو او عامه اړيکو آمريت

ویبپاڼه: www.mnu.edu.af

موضوع: تعلیم او په ټولنه یې تاثیرات



نور اړوند خبرونه
2024-Dec-04