2024-03-18

د څېړنو، نوښتونو او پرمختګ کمېټې د شپږم پروتوکول غونډه ترسره سول!

نن دوشنبه ١٤٠٢/١٢/٢٨ نېټه د څېړنو، نوښتونو او پرمختګ کمېټې غونډه په څېړنیز مرکز کي د علمي مرستیال ډاکټر نور خالق نور په مشري تر سره سول، چي پکښي د څېرنیز مرکز آمر پوهاند صاحب فضل الهي رحماني او د کمېټو غړو ګډون کړی و.

پیل د غونډي د قرانکریم په تلاوت کولو سره وسو او بیا د تیري پنځم پرتوکول غونډي موضوعاتو ته لنډه کتنه وسول، ورپسې د راتلوونکي پنځلسمي ګڼي څېړنیزي مجلې پر چاپ او څېړنیزو مقالو بحث وسو.

همدارنګه پوهاند صاحب رحماني وویل چي د څیړنیز مرکز به په نژدې راتلوونکي کي د محصلینو او استادانو لپاره په نړیوالو ژورنالو کي د څېړنو د نشر زمینه سازي وکړي.

.

په یاده غونډه کي پر یو شمېر نورو متفرقه

موضوعاتو هم خبري وسوې او مجلس په دعا کولو سره پای ته ورسېد.

د یادوني وړ ده چي څېړنیز مرکز په تېر سمسټر کي څورلسمه ګڼه مجله د استادانو د څېړنیزو مقالو په لیکلو سره چاپ او ټولني ته د استفادې لپاره وړاندي کړې وه.

ورځ: دوشنبه

نېټه: ١٤٠٢/١٢/٢٨

نشراتو او عامه اړیکو امریت

ویبپاڼه: www.mnu.edu.af

#ميرويس_نیکه_تعليمي_او_تحصيلي_ګروپ

د څېړنو، نوښتونو او پرمختګ کمېټې  د شپږم پروتوکول غونډه ترسره سول!



نور اړوند خبرونه
2024-Dec-04