2024-03-19

د طب پوهنځی د عملي کارونو لپاره د مهمند نړيوال روغتون سره هوکړه لاسليک سول!

یاد هوکړه لیک نن سه شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۹ نېټه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د عمومي رئیس ښاغلي محمد واسع صديقي او د مهمند نړیوال روغتون مشرتابه ښاغلي عصمت الله سعیدي ترمنځ لاسلیک سو چي پر مهال د داوړو نهادونو اداري مسؤلینو هم ګډون درلود دی.

د همدې هوکړه لیک له مخي به میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه خپل محصلين مهمند نړیوال روغتون ته د عملي کارونو له پاره معرفي کوي او دواړه لوري به له یو بل سره همکاره وي.

د یادوني وړ ده چي د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د طب پوهنځی د محصلینو د عملي کارونو لپاره د طبي لابراتوارونه اسانتیا هم برابره کړې ده.

ورځ: سه شنبه

نېټه: ١٤٠٢/١٢/٢۹

نشراتو او عامه اړیکو امریت

ویبپاڼه: www.mnu.edu.af

#ميرويس_نیکه_تعليمي_او_تحصيلي_ګروپ

د طب پوهنځی د عملي کارونو لپاره د مهمند نړيوال روغتون سره هوکړه لاسليک سول!



نور اړوند خبرونه
2024-Dec-04