2024-03-20

د علمي شورا د دولسم پروتوکول نوبتي غونډه ترسره سول

د روان ۱۴۰۲ کال د ۱۲ مياشتي پر ۲۹مه نېټه د ميرويس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې علمي شورا نوبتي غونډه د عمومي رئيس ښاغلي محمد واسع صديقي په مشري ترسره سول چي پکښي علمي مرستیال ډاکټر نور خالق نور او د یادي شورا غړو ګډون درلود دی.

غونډه د قرآن کریم په څو مبارکو آیاتو په تلاوت کولو سره پېل سوه

ورپسې علمي مرستیال ډاکټر نور خالق نور د تیري علمي شورا موضوعاتو

ته لنډه کتنه وکړل.

د اجنډا مطابق د سمسټر د روان تدريسي بهیر د شل سلنه ازموینو په اړه بحث وسو چي راتلونکې شنبه يې د پيل ورځ د ټولو ګډنوالو د نظر اوریدو وروسته تاید او وټاکل.

او تر څنګ د ازمویني کمېټې ته سپارښتنه وسول چي یاده پروسه په بشپړ ډول شفافه او ښه مدیریت کړل سي او راپور يې په راتلوونکې غونډه کي شریک کړل سي.

همدارنګه د محصلینو د لاښه تشویق په موخه د نوښتونو او د محصل علمي سمینارونو پر لړۍ بحثونه او نظریات شریک سول، تر څو یاده لړۍ لا هم د استادانو په همکاري ګړندۍ سي.

په غونډه کي مالي او اداري معاونیت، محصلانو چارو معاونیت، حقوق او سياسي علومو پوهنځی، اقتصاد پوهنځی، طب پوهنځی، نشراتو او عامه اړیکو آمریت، معلوماتي ټکنالوژي مرکز، پلان او پاليسۍ آمریت، څېړنیز مرکز، مسلکي پرمختيايي مرکز او استادانو چارو مدیریت خپل د ۱۴۰۲ کال کلني راپورونه وړاندي کړل.

د علمي شورا په لړ کي د اجنډا سره سم پر یو شمېر نورو متفرقه

موضوعاتو باندي هم بحثونه وسول او په وروستۍ برخه کي

ځیني مهم اسناد تاید کړل سول.

د یادوني وړ ده چي د هري میاشتي په وروستۍ نېټه علمي شورا ترسره کیږي

او د پوهنتون په کچه تصامیم پکښي نیول کیږي.

ورځ: چهارشنبه

نېټه: ۱۴۰۳/۱/۱

د نشراتو او عامه اړيکو آمريت

ویبپاڼه: www.mnu.edu.af

د علمي شورا د دولسم پروتوکول نوبتي غونډه ترسره سول



نور اړوند خبرونه
2024-Dec-04