2024-03-24

د ميرويس نيکه لوړو زده کړو مؤسسې د ستراتيژيک پلان کمېټې کلنۍ غونډه ترسره سول!

غونډه د قرانکریم د مبارکو ایاتونو په تلاوت کولو سره پيل سول ورپسې عمومي رئيس او د یادي کمېټې مسؤل ښاغلی محمد واسع صديقي د تیر کال فعالیتونو او موضوعاتو ته لنډه کتنه وکړل.

وروسته د پلان او پاليسې آمر او یادي کمېټې منشي ښاغلي محمد کریم کمال

د میرویس نیکه لوړو زده کړو د مؤسسې د ۱۴۰۳ هـ ل کال عملياتي پلان د ګډونوالو سره

شریک کړ او په اړوند يې نظریات راټول کړل.

د اجنډا سره سم علمي مرستیال ښاغلي ډاکټر نور خالق نور د ۱۴۰۳ د پلانونو

پر جوړښت او اهمیت بحث وکړ او تر څنګ يې د ستراتيژيک پلان اهداف د ټولو

لپاره اړین وګڼل تر څو په ګډه يې د تطبیق برخه بشپړ کړو.

هیره دي نه وي چي په دې غونډه کي د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې رهبري، د پوهنځيو رئيسانو، د څانګو آمرینو، استادانو، اداري مسؤلینو، خدماتي کارمندانو او محصلینو ګډون کړی و.

د یادوني وړ ده چي د ستراتيژيک پلان کمېټه په درو میاشتو کي د مهالویش مطابق

ترسره کیږي او د پلانونو پر جوړښت، تطبیق، نظارت او راپورونو باندي عمده بحث کیږي.

ورځ: یکشنبه

نېټه: ۱۴۰٣/١/۵

د نشراتو او عامه اړيکو آمريت

ویبپاڼه: www.mnu.edu.af

د ميرويس نيکه لوړو زده کړو مؤسسې  د ستراتيژيک پلان کمېټې کلنۍ غونډه ترسره سول!



نور اړوند خبرونه
2024-Dec-11