2024-03-25

ټولو ته دي دا ویاړ مبارک وي!

د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د معالجوي طب پوهنځی زیات شمېر فارغ التحصل ځوانانو وکولای سول چي د افغانستان د طبي شورا د ۱۴۰۲ کال دولتي ازموینه (Exit Exam) کي په لوړه درجه بريا ترلاسه کړي.

په همدې موخه ټولو بریالیو اشخاصو او د دوی محترمو کورنیو ته د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې رهبري مبارکي وايي او د ژوندانه په ټولو چارو کي ورته بریالیتوب غواړي.

میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه تل هڅه کوي تر څو محصلین د نظري زده کړو تر څنګ په عملي برخه کي ډير ښه وروزي چي د طب پوهنځی محصلین په مهمند نړیوال روغتون او سيال معالجوي روغتون کي خپل عملي زده کړي کوي.

همدارنګه د طب پوهنځی محصلینو لپاره په نړیواله کچه د امریکا د (USMLE) پروګرامونو

د تعقیب اسانتیا هم برابره سوې ده.

د یادوني وړ ده چي د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د طب پوهنځی فارغانو څو میاشتي مخکي د عامي روغتيا وزارت د تخصص په جامع نهايي ازموينه (Comprehensive Exam) کي په زیات تعداد او لوړه درجه بريا ترلاسه کړي.

ورځ: دوشنبه

نېټه: ۱۴۰٣/١/۶

د نشراتو او عامه اړيکو آمريت

ویبپاڼه: www.mnu.edu.af

ټولو ته دي دا ویاړ مبارک وي!



نور اړوند خبرونه
2024-Dec-04