2024-03-31

د طب پوهنځی محصلينو د سيال معالجوي روغتون څخه ليدنه وکړل!

د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د معالجوي طب پوهنځی د پنځم سمستر محصلینو د عملي کار د ترتیب سوي مهالویش له مخي پرون یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۲ نېټه د سيال معالجوي روغتون څخه لیدنه وکړل.

د یادي لیدني څخه موخه محصلینو ته د روغتون د ټولو روغتیايي څانګو

په اړوند معلومات ورکول وه چي د معالجوي روغتون د ډاکټرانو لخوا د ټولو

څانګو په اړه بشپړ معلومات ورکول سول.

د یادوني وړ ده چي میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د طب پوهنځی د محصلینو د عملي کارونو د ترسره کولو لپاره د سيال معالجوي روغتون او مهمند نړیوال روغتون سره قرار داد لري چي دا مهال محصلین عملي کارونه پکښي ترسره کوي.

ورځ: دوشنبه

نېټه: ۱۴۰٣/١/١۳

د نشراتو او عامه اړيکو آمريت

ویبپاڼه: www.mnu.edu.af

د طب پوهنځی محصلينو د سيال معالجوي روغتون څخه ليدنه وکړل!



نور اړوند خبرونه
2024-Dec-11