2024-04-20

د علمي شورا د لومړي پروتوکول نوبتي غونډه ترسره سول!

د روان ۱۴۰۳ کال د حمل مياشتي پر ۳۰مه نېټه د ميرويس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې علمي شورا نوبتي غونډه د علمي مرستیال ډاکټر نورخالق نور په مشري ترسره سول چي پکښي د یادي شورا غړو ګډون درلود دی.

غونډه د قرآن کریم په څو مبارکو آیاتو په تلاوت کولو سره پېل سوه

ورپسې علمي مرستیال ډاکټر نور خالق نور د تیري علمي شورا موضوعاتو

ته لنډه کتنه وکړل.

د اجنډا سره سم د لوړو زده کړو وزارت د هئيت له لوري پر رالیږل سوي فیډبک

بشپړ بحث وسو او د لاښه تعقیب په موخه مسؤلینو ته دنده وسپارل سول چي په راتلونکي غونډه کي د یاد فیډبک د چارو د ترسره کولو راپور شریک کړي.

همدارنګه د محصلینو د لاښه تشویق په موخه د نوښتونو او د محصل علمي سمینارونو، رقابتي سيالیو، پر لړۍ بحثونه او نظریات شریک سول، تر څو یادي برخي لا هم د استادانو په همکاري ګړندۍ سي.

د علمي شورا په لړ کي د اجنډا سره سم پر یو شمېر نورو متفرقه

موضوعاتو باندي هم بحثونه وسول او په وروستۍ برخه کي

ځیني مهم اسناد تاید کړل سول.

د یادوني وړ ده چي د هري میاشتي په وروستۍ نېټه علمي شورا ترسره کیږي

او د پوهنتون په کچه تصامیم پکښي نیول کیږي.

ورځ: شنبه

نېټه: ۱۴۰٣/١/۱

د نشراتو او عامه اړيکو آمريت

ویبپاڼه: www.mnu.edu.af

#ميرويس_نیکه_تعليمي_او_تحصيلي_ګروپ

د علمي شورا د لومړي پروتوکول نوبتي غونډه ترسره سول!



نور اړوند خبرونه
2024-Dec-03