2024-04-21

د محصلينو تدريسي بهير جريان لري!

د ميرويس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د معالجوي طب، اقتصاد، حقوق او سياسي علومو پوهنځیو د محصلینو تدريسي بهیر چي د لوړو زده کړو وزارت د اکاډميک مهالويش مطابق د تیري يکشنبې په ورځ پيل سوی تر دا مهاله يې تدريسي بهیر د پلان مطابق مخته روان دی.

د یادوني وړ ده چي په همدې اونۍ کي به د محصلینو د ظرفیت لوړوني د پلان مطابق د محصلینو د علمي سيمينارونو او رقابتي سياليو لړۍ هم پيل سي.

ورځ: يکشنبه

نېټه: ۱۴۰٣/۲/۲

د نشراتو او عامه اړيکو آمريت

ویبپاڼه: www.mnu.edu.af

#ميرويس_نیکه_تعليمي_او_تحصيلي_ګروپ

د محصلينو تدريسي بهير جريان لري!



نور اړوند خبرونه
2024-May-28