2024-04-23

د کتاب نړيواله ورځ په ځانګړي مراسمو سره ولمانځل سول!

نن سه شنبه ۱۴۰۳/۲/۴مه نېټه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د نشراتو او عامه اړيکو آمریت او د کتابتون عمومي مديريت په ګډو هڅو ياده ورځ په ځانګړي مراسمو سره ولمانځل سول چي پکښي علمي مرستیال، محصلانو چارو مرستیال، د پوهنځيو رئيسانو، اداري مسؤلینو او درنو محصلینو ګډون کړی و.

د مراسمو پيل د قرانکریم د مبارکو ایاتونو په تلاوت کولو سره وسو ورپسې د اجنډا مطابق د علمي مرستیال ښاغلي ډاکټر نور خالق نور ټولو راغلو ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل او تر څنګ يې د کتاب پر ارزښت رڼا واچول.

ورپسې د عمومي کتابتون مدیر ښاغلي سيلاب صالح د کتابتون په اړه بشپړ معلومات د ګډونوالو سره شریک کړل او تر څنګ يې په یاد کتابتون کي د شته کتابونو ارقام شریک کړل.

همدارنګه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د ادارې لخوا د ۱۴۰۳ کال د دریمي ګڼي محصل مجلې غوره مقاله لیکوونکي د ستاینليک په ورکولو سره وستایل سول او ورته د لابریالیتوب غوښتنه وسول.

د یادوني وړ ده چي د افریل ۲۳مه یا د ثور میاشتي څلورمه نېټه د نړیوال سازمان لخوا د کتاب نړيوالي ورځي په نوم ده او په مختلفو علمي نهادونو کي په ځانګړي مراسمو سره لمانځل کیږي تر څو د ټولني توجه د کتاب د مطالعې خواته را وګرځي او د مطالعې کولو دود لا پياوړی پاته سوی وي.

ورځ: سه شنبه

نېټه: ۱۴۰٣/۲/۴

د نشراتو او عامه اړيکو آمريت

ویبپاڼه: www.mnu.edu.af

د کتاب نړيواله ورځ په ځانګړي مراسمو  سره ولمانځل سول!



نور اړوند خبرونه
2024-Dec-03