2024-04-26

د محصيلانو چارو معاونيت له لوري محصلينو ته اخلاقي پاليسي تشريح او وړاندي سول!

د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د ستراتيژيک پلان مطابق د محصلانو چارو معاونيت له لوري د اقتصاد، معالجوي طب، حقوق او سياسي علومو پوهنځيو محصلینو ته اخلاقي پاليسي تشريح او وړاندي سول چي پکښي د مؤسسې رهبري پلاوي، اداري مسؤلينو او درنو محصلينو ګډون کړی و.

د پروګرام پيل د قرانکریم د مبارکو ایاتونو په تلاوت کولو وسو ورپسې علمي مرستيال ښاغلي ډاکټر نور خالق نور ټولو ګډ‌ونوالو ته د پيل او ښه راغلاست وینا وکړل او تر څنګ يې د اخلاقي پاليسې پر تطبيقي برخي رڼا واچول.

د اجنډا سره سم د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي عبدالغني حسن بشپړه اخلاقي پاليسي ګډ‌ونوالو ته بیان کړل او تر څنګ يې د اخلاقي پاليسي پر ارزښتونو بحث وکړ.

د یادوني وړ ده چي میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د پلان مطابق محصلینو ته د اخلاقي پاليسي تر څنګ څو اونۍ وړاندي علمي ازادي پاليسي هم وړاندي کړې وه.

ورځ: شنبه

نېټه: ۱۴۰٣/۲/۸

د نشراتو او عامه اړيکو آمريت

ویبپاڼه: www.mnu.edu.af

د محصيلانو چارو معاونيت له لوري محصلينو ته  اخلاقي پاليسي تشريح او وړاندي سول!



نور اړوند خبرونه
2024-Dec-03