2024-04-27

د مؤسسې په کچه د دريو پوهنځيو محصلينو تر منځ علمي او رقابتي سيالي ترسره سول!

(حقوق او سیاسي علومو پوهنځی لومړی مقام خپل کړ)

پرون شنبه ۱۴۰۳/۲/۸مه نېټه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د محصلانو چارو معاونیت له لوري د معالجوی طب، اقتصاد، حقوق او سياسي علومو پوهنځیو محصلینو تر منځ علمي او رقابتي سيالي د (په اسلام کي د عباداتو ارزښت او احکام) تر عنوان لاندي ترسره سول چي پکښي د مؤسسې رهبري پلاوي، د کندهار پوهنتون رئیس، د خصوصي لوړو زده کړو مؤسسو استازو، د دعوت او ارشاد امرینو، د مؤسسې استادانو، کارمندانو او محصلینو ګډو درلود.

یاد پروګرام د قرانکریم په مبارکو ایاتونو راپیل سو ورپسې د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې په استازولي ډاکټر نور خالق نور د ښه راغلاست پر پار وینا وکړل او د ټولو ګډون کوونکو د راتګ څخه يې مننه وکړل او د سیالۍ پر ارښتونو او جوړښت یې هم خبري وکړې.

وروسته د سيالۍ د پوښتنو برخه پيل سول چي د هري پوهنځی څخه ۳ درې تنه محصلین انتخاب سوي وه او ژوري هئيت په وړاندي يې سوالونو ته جوابونه ویل.

چي په نتیجه کي د حقوق او سياسي علومو پوهنځی لومړی مقام، د اقتصاد پوهنځی دوهم مقام او د طب پوهنځی دریم مقام خپل کړ.

د لا ښه تشویق په موخه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د رهبرۍ لخوا ورته ترتیب سوي جایزې د لومړي مقام څخه بیا تر څلورم مقام پوري هر شخص ته کمپيوټر، د پنځم مقام څخه تر نهم مقام پوري ټولو ته تلیفون/ موبایلونه ورکول سول.

ورپسې د علمي مرستيال ډاکټر نور خالق نور او د محصلانو چارو مرستيال عبدالغني حسن لخوا د یادي سيالۍ ارزونه وسول او په اړه يې خپل نظریات مثبت شریک کړل.

د پروګرام په وروستۍ برخه کي د کندهار پوهنتون محترم رئیس طیبي صاحب د یاد پروګرام ستاینه وکړل، دا ډول پروګرامونه یې ښه وارزول او محصلینو ته یې لازمي لارښوني وکړي.

د یادوني وړ ده چي د یادي سيالۍ څخه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې موخه ځوان علمي برخي ته تشویق کول او د ازادي مطالعۍ کلتور ته وده ورکول دي تر څو لا هم په دې سره د دوی ظرفیت ته وده ورکول سوې وي.

ورځ: یکشنبه

نېټه: ۱۴۰٣/۲/۹

د نشراتو او عامه اړيکو آمريت

ویبپاڼه: www.mnu.edu.af

د مؤسسې په کچه د دريو پوهنځيو محصلينو  تر منځ علمي او رقابتي سيالي ترسره سول!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-23