2024-05-04

د اداري شورا غونډه د ټولو اداري کارمندانو په ګډون ترسره سول!

پرون شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ نېټه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې اداري غونډه د عمومي رئيس محمد واسع صديقي په مشري ترسره سول چي پکښي مؤسس ښاغلي ډاکټر صاحب فاروغ نعيمي، علمي مرستیال، محصلانو مرستيال، مالي او اداري مرستیال، د پوهنځی رئيسانو او ټولو اداري مسؤلينو ګډون پکښي کړی و.

غونډه د قرانکریم په مبارکو ایاتونو راپيل سول وروپسې د دریم پړاو اړوند د ترسره سو کړنو بشپړ معلومات د عمومي رئيس ښاغلي صديقي لخوا وړاندي سول.

او پوره ډاډ ورکول سو چي د دریم مرحلې لپاره ټولي چاري ترتیب او بشپړ دي.

وروسته د میرویس نیکه تعلیمي او تحصيلي ګروپ مؤسس ښاغلي ډاکټر صاحب نعیمي

د یادو کړنو په اورېدو خوښي ښکاره کړل او تر څنګ يې د لوړو زده کړو وزارت څخه د یادي پروسې لپاره د هئيت د مکتوب لیږولو خبره وکړل تر څو دریمه مرحله په بریا سره بشپړ سوې وي.

همدارنګه پر یو شمېر متفرقه موضوعاتو هم بحث او نظریات تبادله سول

او غونډه په دعاء کولو سره پای ته ورسېدل.

د یادوني وړ ده چي څو میاشتي وړاندي د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د دریمي مرحلې د بازدید هئيت لخوا په سوې ارزونه کي په لوړه درجه بریا ترلاسه کړل.

ورځ: یکشنبه

نېټه: ۱۴۰٣/۲/۱۶

د نشراتو او عامه اړيکو آمريت

ویبپاڼه: www.mnu.edu.af

د اداري شورا غونډه د ټولو اداري کارمندانو په ګډون ترسره سول!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-21