2024-05-07

په اسلامي شريعت او د افغانستان په نافذه قوانينو کي د مخدره موادو د حرمت دلايلو اړوند سيمينار وړاندي سو!

د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د محصلينو د علمي سيمينارونو په لړۍ کي دا ځل د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د حقوقو څانګي د اتم سمستر محصل ښاغلی ستار شاه

د لارښود استاد میر احمد رحلت په مرسته د (په اسلامي شريعت او د افغانستان په نافذه قوانينو کي د مخدره موادو د حرمت دلايل) تر عنوان لاندي خپل علمي سيمينار وړاندي کړ.

په ياد سيمينار کي د اسلامي شريعت او د افغانستان په نافذه قوانينو کي د مخدره موادو د حرمت په اړه بشپړ بحث وسو او ورپسې يې د حرمت دلایل بیان کړل.

د سيمينار په وروستيو کي د محصلانو چارو مرستيال ښاغلي عبدالغني حسن د نوموړي محصل د هڅي او کوښښونه د ترتیب سوي ستاینلیک په ورکولو سره وستایل او تر څنګ د محصلینو د سيمينارونو په لړۍ کي د نورو محصلینو څخه هم وغوښتل تر څو د لارښود استادانو په مرسته سيمينارونه ترتیب او د ګډونوالو سره يې شریک کړي.

د یادوني وړ ده چي د محصلینو د سيمينارونو لړۍ په اقتصاد او طب پوهنځيو کي هم جریان لري او د استادانو لخوا موضوعاتو محصلینو ته ورکول کیږي چي وروسته تر معلوماتو راټولو يې محصلین په د ترتیب سوي مهالویش مطابق وړاندي کوي.

ورځ: سه شنبه

نېټه: ۱۴۰٣/۲/۱۸

د نشراتو او عامه اړيکو آمريت

ویبپاڼه: www.mnu.edu.af

په اسلامي شريعت او د افغانستان په نافذه قوانينو کي  د مخدره موادو د حرمت دلايلو اړوند سيمينار وړاندي سو!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-21