2024-05-09

د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د اقتصاد پوهنځی لرلید، رسالت، هدف او ارزښتونه ستاسو درنو محصلینو سره شریک کړل سول.

لرليد:

اقتصاد پوهنځی به د هیواد په کچه په مالي، مدیریتي او اقتصادي برخو کي د زده کړو او څېړنو له لاري په ټولنه کي وده او پیاوړتیارامنځ ته کړي.

رسالت:

اقتصاد پوهنځی د یو علمي، مسلکي او څېړنیز نهاد په حیث د تولیدياو تجارتي ټولني د بېلابیلو برخو لپاره علمي کادرونه روزي.

هدف:

1. د علمي پروګرامونو او کورسونو چمتو کول ترڅو محصلین فوق لیسانس زده کړو او کاري ساحو ته لاره پیدا کړي.

2. په دقیق ډول د هیواد د بازار او اقتصاد ارزونه کول.

3. په اقتصادي برخه کې د ټولنې د اړتیاوړ کاري ځواک روزلو ته ژمن پاتې کیدل.

4. د زده کړه ئیزو پروګرامونو او کړنو له لارې د محصلانو او ټولني ټولنیزو او فرهنګي ارزښتونو ته لوړوالی ورکول.

5. د آرام زده کړه ایز چاپيریال رامنځ ته کول.

6. د مختلفو اقتصادي تجاربو په ذریعه د هیواد د عامه او خصوصي اقتصادي پالیسیو لپاره نوې طرحې پلټل.

7. داسې عملي او فکري څېړنې کول ترڅو د تجارتي او اقتصادي اورګانونو اهمیت، اغیزې او ګټور مسیر څرګند کړي.

ارزښتونه:

1) مناسبې پرېکړې: موږ ډاډ ورکوو، چې زموږ پریکړي د کره معلوماتو پر بنسټ دي او زموږ د محصلینواو ټولني ګټي او ارزښتونه پکښي نغښتي دي.

2) بشپړتیا او روڼتيا: موږ مسلکي خدماتو، لوړو اکاډمیکو معیارونو او اخلاقي کړنو ته ارزښت ورکوواو د عملي کولو لپاره يي ژمن یو.

3) دوامداره زده کړي: موږ بارو لرو چي زده کړي یوه اوږد مهاله او تلپاتي اړتیا ده. د دغه اړتیا پورهکولو لپاره د محصلینو لپاره فرصتونه ایجادوو او په دغه برخه کې یی هڅوو. 4) نوښت: موږ باور لرو چي نوښتونه ټولنه د پرمختګ په لوري خوځوي، د دې لپاره په داسې درسيچاپیريال او څېړنیزو پروګرامونو کار کوو چي په ټولنه کې د نویو نوښتونو او هوسايي لامل سي.

5) ټولنیز خوندیتوب: په علمي برخه کې پر نړیوال کيدني باور لرو. د دې لپاره په داسي درسي چاپيریالباندي کار کوو چي پکښي زموږ د مذهب او کلتور په چوکاټ کي د هر غړي معنویات خوندي وي.

ورځ: پنج شنبه

نېټه: ۱۴۰٣/۲/۲۰

د نشراتو او عامه اړيکو آمريت

ویبپاڼه: www.mnu.edu.af

د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د اقتصاد پوهنځی لرلید، رسالت، هدف او ارزښتونه ستاسو درنو محصلینو سره شریک کړل سول.



نور اړوند خبرونه
2024-Oct-22