2024-05-12

د لوړو زده کړو وزارت د اکاډميکو چارو د نظارت او ارزوني رياست هئيت ارزونه ترسره کړل!

نن یکشنبه ۱۴۰٣/۲/۲۳ نېټه د لوړو زده کړو وزارت د اکاډميکو چارو د نظارت او ارزوني رياست لخوا د هئيت په توګه ټاکل سوی پلاوی هر يو محترم قاري مستقیم نظامي د محصلانو چارو د دولتي لېسانس د څارني او ارزوني مسلکي غړی او محترم محمد وصیل فاروقي د خصوصي لېسانس د علمي چارو د څارني او ارزوني مسلکي غړی د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د تدريسي چارو څخه د نظارت په موخه لیدنه وکړل.

راغلي پلاوي لومړی د مؤسسې په عمومي رياست کي د مؤسس ډاکټر فاروق نعیمي، عمومي رئيس محمد واسع صديقي، علمي مرستیال، مالي او اداري مرستیال او اداري کارمندانو سره تعرفي مجلس وکړ او پر یو شمېر متفرقه موضوعاتو يې بحث وکړ.

تر مجلس کولو وروسته یاد هیئت د طب پوهنځی، اقتصاد پوهنځی، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی ته لاړ او د چيک لېسټ مطابق يې د تدريسي فعالیتونو او عملي کړنو شواهد وکتل او تر څنګ يې په ځينو برخو کي نظرونه او مشورې هم شريکي کړې.

د پوهنځيو د چيک لیست بشپړ کولو وروسته یاد هئيت د محصلینو د تدريسي ټولګیو، طبي لابراتوارونو، سياسي کلب، عاجل اطاق، حقوقي کلینیک، عمومي کتابتون او کمپیوټر لب څخه لیدنه وکړل.

مؤظف هیئت د لیدني پر مهال د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د خدماتو د ستایني تر څنګ وویل چي هیواد په یادو برخو کي ډير کار ته اړتیا لري او د اوسني ځوان نسل ښه روزنه کولای سي چي دا هیواد د یو روښانه بدلون سبب جوړ کړي.

د یادوني وړ ده چي میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د کیفیت لوړاوي دوې مرحلې په پوره بریا سره بشپړي کړي او دا مهال د دریمي مرحلې لپاره کانديد ده.

ورځ: یکشنبه

نېټه: ۱۴۰٣/۲/۲۳

د نشراتو او عامه اړيکو آمريت

ویبپاڼه: www.mnu.edu.af

د لوړو زده کړو وزارت د اکاډميکو چارو د نظارت او  ارزوني رياست هئيت ارزونه ترسره کړل!



نور اړوند خبرونه
2024-Oct-22