2024-05-15

د کېفيت لوړاوي د معيارونه پوهي او څرګندوني اړوند درې ورځنی علمي سيمينار وړاندي سو!

نن پنج شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۷د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختيايي مرکز (PDC) د پلان مطابق د کيفيت لوړاوي آمريت د امر ښاغلی نور احمد بريال له لوري مخکني او نوي کارمندانو ته د کېفيت لوړاوي د معيارونه پوهي او څرګندوني اړوند درې ورځنی علمي سيمينار پای ته ورسېدی.

په دې درې ورځني سيمينار کي ګډونوالو ته د ارزوني، اعتبار ورکولو او ځان ارزوني د پروسې او کیفیت د تضمين د چوکاټ جوړښت، معیارونو تفسیر، د اعتبار ساتلو پروسې، د علمي برنامو کلنۍ ارزونه، معیاري ستراتيژیک پلان جوړونه او داسي نورو موضوعاتو په اړه معلومات وړاندي سول،

د یادوني وړ ده چي د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه د کيفيت لوړاوي دريمي مرحلې ته کانديد ده چي د دريمي مرحلې لومړۍ پروسه يې بشپړه کړې او پاته پروسي به هم د لوړو زده کړو وزارت د ټاکل سوي هئيت له لوري ډير ژر بشپړي سي.

ورځ: پنج شنبه

نېټه: ۱۴۰٣/۲/۲۷

د نشراتو او عامه اړيکو آمريت

ویبپاڼه: www.mnu.edu.af

#ميرويس_نیکه_تعليمي_او_تحصيلي_ګروپ

د کېفيت لوړاوي د معيارونه پوهي او څرګندوني اړوند  درې ورځنی علمي سيمينار وړاندي سو!



نور اړوند خبرونه
2024-Dec-03