2024-06-12

مبارک مو سه! کندهار بیا د یوې ویاړلي ورځي شاهد وو؛

میرویس نیکه پوهنتون (۵۵) پنځه پنځوس تنه ځوان ډاکټران ټولني ته وړاندي کړل!

پرون چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۳ نېټه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د معالجوي طب پوهنځی د پينځلسمي دورې محصلینو فراغت غونډه ترسره سول.

په یاده غونډه کي د ميرويس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې مؤسس ښاغلی بسم الله نظري، عمومي رئيس ښاغلی محمد واسع صديقي، محصلانو چارو مرستیال، مالي او اداري مرستیال، د پوهنځیو رئیسانو، اداري کارمندانو، استادانو، د ا.ا.ا استازو، د ټولني روحانینو، علماء کرامو، د دولتي او خصوصي ادارو مسؤلینو او د فارغانو درنو والدینو ګډون کړی و.

غونډه د قرانکریم د مبارکو ایاتونو په تلاوت کولو سره پيل سول

ورپسي عمومي رئيس ښاغلي محمد واسع صديقي د پيل او ښه راغلاست تر څنګ ټولو فارغانو ته مبارکي وویل، ښاغلي صديقي وویل کلونه وړاندي مو اولادونه امانت په دې امید موږ ته را سپارلي وه، چي په لوړو زده کړو یې سمبال درته وسپارو نن الحمدالله هغه ورځ راغلې ده او د خپلو استادانو په زیار او هڅو ستاسو اولادونه په عالي تحصلاتو سمبال ټولني ته د ډاکټر په صفت د خدمت لپاره وړاندي کیږي.

همدارنګه د معالجوي طب پوهنځی رئیس ډاکټر فضل الرحمن حاشر لخوا یادو فارغه کیدونکو ډاکټرانو ته د الله ج په نوم د خدمت کولو په موخه لوړه ورکول سول.

وروپسې د اجنډا سره سم د پوهنتون محصلانو چارو مرستیال ښاغلي عبدالغني حسن د میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې شالید ته کتنه وکړل او خپلي ټولي لاسته راوړني او خدمات یې مخاطبینو ته وړاندي کړل.

همدا راز د کندهار ولایت د عامي روغتیا ریاست مرستیال ښاغلی ډاکټر نجیب الله داوري وینا وکړل او فارغانو ته یې ډاډ ورکړ چي تر خپله وسه به د کاري فرصتونو په برابرولو کي کومک کوي.

د فارغ محصلینو په استازولۍ ښاغلي سميع الله وینا وکړل او د خپل تحصيلي مزل پر لوړو ژورو، خاطرو او زده کړو يې رڼا واچول، د استادانو څخه یې د زړه د تله مننه وکړل چي زحمت یې ورسره کښلی دی.

ورپسې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی رئيس استاد فرهاد داوري ټولو فارغانو ته تبريکي وویل او تر څنګ يې د طب سپېڅلي مسلک اړوند هر اړخیزه خبري وکړې.

په پروګرام کي د اميد خصوصي ليسې زده کوونکو ترانې وویلې او د غونډي په وروستیو کي ټولو فارغ محصلانو ته د عربي ژبي د الفبا د تورو مطابق د فراغت تصدیق پاڼي ورکول سوې۔

د یادوني وړ ده چي میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د ستاژ په برخه کي د هیواد په داخل او بهر کي هم محصلینو ته زمینه برابره کړې ده تر څو یاد ځوان ډاکټران وکولای سي چي خپله د ستاژ دوره بشپړ کړي.

ورځ: پنج شنبه

نېټه: ۱۴۰٣/۳/۲۴

د نشراتو او عامه اړيکو آمريت

ویبپاڼه: www.mnu.edu.af

مبارک مو سه! کندهار بیا د یوې ویاړلي ورځي شاهد وو؛



نور اړوند خبرونه
2024-Dec-03