2024-07-01

میرویس نیکه پوهنتون د ښاري فرهنګ د ترویج په کنفرانس کي د طرحي په جوړولو او ارائه کولو کي لومړی مقام خپل کړ!

په دغه کنقرانس کي د کندهار ښاروال حاجي ملا حکمت الله اخند، مرستیال ښاروال مفتي قدرت الله الوصال، د ولایت مقام د ښاروالۍ د چارو کارشناس، د مشورتي بورډ غړو، ګذر وکیلانو، د دولتي او خصوصي پوهنتونونو استادانو، سوداګرو، د ناحیو آمرانو، علماء کرامو، متنفیذینو او عامو ښاریانو ګډون کړی وو.

یاد کنفرانس د قرآن کریم په څو مبارکو آیاتونو سره پیل سو، چي پېل کي د کندهار ښاروال ملا حکمت الله اخند ټولو برخه والو ته د ښه راغلاست او منني ترڅنګ د ښاري اوسېدني د فرهنګ موخي او چاپیریال ساتني پر ارزښت رڼا واچول.

نوموي زیاته کړه، ((د انسانانو د پیدایښت سره سم ځیني قوانین، اصول، آداب او فرهنګونه د انسانانو د ټولنیز ژوند د نظم او بقا په موخه رامنځته سوي دي، چي د هغه له جملې څخه یو هم د ښاري اوسېدني فرهنګ دئ، د ښاري اوسېدني د فرهنګ عامونه د حکومت او ولس ګډ مسؤلیت دی.))

ورپسې د اجنډا مطابق د ښاري اوسېدني د کلتور په اړه پنځه ترتیب سوي طرحي د کندهار پوهنتون، د کرني او ټکنالوژي ملي پوهنتون، میرویس نیکه, ملالۍ او بېنوا د لوړو زده مؤسسو استادانو له خوا د سمینار ګډونوالو ته وړاندي سوې.

د ښاري اوسېدوني د فرهنګ په یاد جوړ سوي کنفرانس کي د یادو طرحو وړاندي کولو وروسته د ګډ پلاوي له خوا ارزونه او درجه بندي اعلان سوه، چي له مخي ئې (میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسه لوموړی مقام)، د کندهار پوهنتون دوهم مقام، ملالۍ د لوړو زده کړو مؤسسې دریم مقام، بېنوا د لوړو زده کړو مؤسسه څلورم مقام او د کرهني او ټکنالوژي ملي پوهنتون پنځم مقام ترلاسه کړ، چي د طرحو وړاندي کوونکو ته ستاینلیکونه هم ورکړل سول.

په یاد کنفرانس کي د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې په استازيتوب ښاغلي عبدالغني حسن او ښاغلي فرهاد داوري ګډون کړی و چي ترتیب سوې طرحه یې وړاندي کړل.

د نني جوړي سوي کنفرانس په وروستیو شېبو کي مرستیال ښاروال مفتي قدرت الله الوصال له ټولو راغلو ګډون والو څخه زیاته مننه وکړه, دولتي او خصوصي پوهنتونونو له استادانو څخه ئې ځانګړی مننه وکړه، چي د ښاري فرهنګ د پیاوړتیا لپاره يې لازمي او مهمي طرحي وړاندي کړلې او د دغو طرحو په تطبیق کولو کي کار کوو او نورو ته به ئې د عملي کولو سپارښتني کوو

میرویس نیکه پوهنتون د ښاري فرهنګ د ترویج په کنفرانس کي د طرحي په جوړولو او ارائه کولو کي لومړی مقام خپل کړ!



نور اړوند خبرونه
2024-Dec-03