2024-08-01

زموږ ویاړونه_ستاینغونډه ترسره سول!

د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې په ټولنه کي ونډي اخستلو ته په کتو نن پنجشنبه د رواني اسد میاشتي پر یولسمه نېټه یاده غونډه ترسره کړل؛ چي پکښي مؤسس الحاج ډاکټر فاروق نعیمي، علمي مرستيال ډاکتر نور خالق نور، نورو مرستیالانو، اداري مدیرانو، لیکولانو، فرهنګپالو، تجارانو، ژورنالیستانو او ځوانانو ګډون کړی وو.

په پرانسته وینا کي د مؤسسې مؤسس الحاج ډاکټر نعیمي صاحب میلمنو ته د ښه راغلاست وینا وکړل او علمي مرستيال د زموږ ویاړونه_ستاینغونډي پر اهدافو خبري وکړې، د هغه په خبره چي

په دي کي شک نسته چي هر بشري ټولنه په علمي شخصیتونو او پوهانو باندي ژوندۍ بلل کیږي.

افغانستان په دیني، علمي، ادبي او فرهنګي برخو کي زرین تاریخ لرئ، چي همدا ستاسو په برکت زموږ شمله لوړه ده.

ښاغلي علي مرستيال وویل موږ تل هڅه کړې ده چي د خپلي ټولني درانه شخصیتونه او خدمتي بنسټونه وستایو او د هڅو یې قدرداني وکړو.

موږ تجاران لرو، هغه معنوي تشویق ته اړتیا لرئ، چي نور هم وځلیږي، متشبثین لرو، په اقتصادي ډګر کي خودکفایي ته یې ملا تړلې ده، معنوی تشویق ته اړتیا لرئ تر څو نور هم خلاقیت را منځ ته کړئ.

خبریالان لرو حقایق سپړي، اړتیا لرئ چي اطلاعاتو ته د لاس رسي په برخه یې همکاري ورسره وسي، چي موږ یې په علمي او تحصيلي برخو کي ملاتړي یو.

لیکوال لرو د ټولني د ستونزو د سپړلو او حل په برخه کي کار کوئ، منابعو او د علمي بنسټونو همکارۍ ته اړتیا لرئ موږ یې تر شاه ولاړ یو، د وطن ځوانانو مو د وطن د جوړلو لپاره لستوڼي را پورته کړي دي علمي مشورو ته اړتیا لري موږ یې د یو علني نهاد په توګه مرستي او ملاتړ ته تیار یو.

زموږ داسي غونډي به په راتلوونکي کي هم دوام ولرئ.

د غونډي په جریان کي د کندهار پوهنتون استاد او مخکنى علمي مرستيال انجنیر شيرشاه رشاد د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې هڅي یې وستایلې، او دداسي نورو علمي او ادبي غونډو د دوام غوښتنه ئې وکړل، د ژورنالیستانو په استازولي ښاغلي عطاء الله عمر خبري وکړې او مننه یې وکړل چي میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسه د خپلو اکاډمیکو فعالیتونو په جریان کي د ټولني مسلکي اشخاص ستایي.

غونډه کي نورو ګډون والو هم ویناوي وکړې او په پای کي د مهمند ٢٠٠ بستریز نړیوال روغتون، ميلکو کمپنۍ، افغان مالدار مؤسس، حج ګروپ، حاجي ظاهر جان څرک، نور لیکوالان، خبریالان، فعالان او ځوانانو ته ایوارډونه او ستاينليکونه ورکولو سوه.

د یادوني وړ ده چي میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسه د خپل تحصیلي بهیر تر څنګ په ټولنه کي خپلو نورو اکاډمیکو کړونو ته هم توجه کوي ، چي ښه مثال یې د نننۍ غونډي ترسره کول ول او خپل علمي، ادبي اوفرهنګي اشخاص او بنسټونه ستايي.

ورځ: پنجشنبه

نېټه: ۱۴۰۳/۵/۱۱

د نشراتو او عامه اړيکو آمريت

ویبپاڼه: www.mnu.edu.af

زموږ ویاړونه_ستاینغونډه ترسره سول!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-21