2024-08-03

د دعوت او ارشاد آمریت ارزونه ترسره سوه!

د کندهار پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر مولوي فضل احمد فضلي او ورسره مل دوه کسیزه پلاوي د لوړو زده کړو وزارت د هدایت او د کندهار پوهنتون د د دعوت او ارشاد آمریت د پلان له مخي د شنبې په ورځ چي د روان ۱۴۰۳ کال د اسد میاشتي د دیارلسمي نېټې سره سمون خوري لیدنه او ارزونه وکړل.

د میرویس نیکه لوړو مؤسسې عمومي رئیس محمد واسیع صدیقي راغلو میلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ د مؤسسې په تړاو معلومات او عمده لاسته راوړني بیان کړې.

د لیدني په جریان کي راغلي پلاوي د دعوت او ارشاد د مسؤل ښاغلي مولوي ګل اغا صاحب سره د ده په کاري دفتر کي ارزونه د چک لېست له مخي ترسره کړل او د ارزوني په پایله کي ئې د دعوت او ارشاد آمریت د فعالیتونو، کارونو او چارو ستاینه وکړل او د هر ډول همکارۍ ډاډ ئې ورکړ.

د یادوني وړ ده چي د میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې د دعوت او ارشاد آمریت د خپل پلان له مخي د محصلانو، اداري کارکوونکو او عوامو لپاره بیلابیلي اصلاحي برنامې په لار اچوي، تر څو ټولنیزه اصلاح را منځ ته سي.

ورځ: شنبه

نېټه: ۱۴۰۳/۵/۱۳

د نشراتو او عامه اړيکو آمريت

ویبپاڼه: www.mnu.edu.af

#ميرويس_نیکه_تعليمي_او_تحصيلي_ګروپ

د دعوت او ارشاد آمریت ارزونه ترسره سوه!



نور اړوند خبرونه
2024-Dec-03