2024-08-06

موضوع : دښه شخصیت جوړوني لپاره ( ۸ ) کړنلاري .

ليکنه: حافظ مولوي احمد (نعماني)

د اقتصاد پوهنځی د اسلامي ثقافت استاد

(د کارمندانو او استادانو د مقالو برخه)

میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه

دښه شخصیت جوړوني لپاره ( ۸ ) کړنلاري :

( ۱ ) خپل ځان وپېژنئ

تاسو څوک یئ؟ په ملګرتيا، فرهنګي، اقتصادي او نورو مسئلو کې ستاسو ارزښتونه څه دي؟

خپل ارزښتونه وپېژنئ او لیست یې جوړ کړئ. لاسته راغلي لغاتونه بې ځایه کلمې نه دي بلکې همدا ارزښتونه ستاسو د شخصيت اصلي ټکي دي.

( ۲ ) هدف مو وپېژنئ

کله چې مو خپل ارزښتونه وپېژندل نو خپلې موخې واضح کړئ. غواړئ څه اوسئ؟ غواړئ څه وکړئ؟ بايد پوه اوسئ چې د نړۍ انسانان يو ډول نه دي او موخې هم بدلې وي. له دي وروسته خپلو موخو پسې کوټلي ګامونه واخلئ. باید ووایم چې موخې ته رسېدل سخت نه وي خو پيل سخت وي. کوښښ وکړئ هر څومره ژر چې کېږي د خپلو موخو پسې تګ پيل کړئ.

( ۳ ) همدا اوس يي پیل کړئ

له پیل څخه مه مایوسه کیږه.. لومړی ګام تل ترټولو سخت وي

او دمسلمان په حیث ټولي چاري الله ج ته وسپاره نور مخته ځه .

ځکه دالله ج ارشاد دی : وَمَن يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَهُوَ حَسْبُهُۥ (سُو رَةُ الطّلاَق : 3 )

ژباړه : څوك چي پر الله ج توكُل وکړي، د هغه لپاره الله ج كافي دى.

( ۴ ) په ژوند کي نوښت راورلی .

نوښت یعنې د فکر سترګې، د مطلق نور په لور پرانیستل؛ نوښت یو داسې مهارت دی چې په تمرین کولو زده کېږي. موږ ټول هغومره استعدادونه لرو چې؛ هېڅ کله نسو کولای چې له هغو کار واخلو.

نوښت رامنځته کول یوه مهمه پروسه ده چې د خلاقیت، نوې نظریاتو او حل لارو په مټ ترسره کېږي. دلته څو مرحلې او لارې چارې وړاندې کېږي چې له مخې یې تاسو کولای سی نوښت رامنځته کړئ:

1. معلومات راټولول: د انتحاب سوې موضوع په اړه معلومات راټول کړئ. د مختلفو سرچینو څخه پکښې استفاده وکړﺉ لکه کتابونه، مقالې او سوشل میډیا یا ګوګل څخه استفاده وکړئ.

2. نوښت ته وده ورکول: د نوښت لپاره مختلف تمرینونه ترسره کړئ. لکه د ذهني نقاشیو جوړول، د مختلفو نظریاتو په اړه فکر کول او د یوګا ورزش کول.

3. مشکلات حل کول: د موجوده ستونزو په اړه فکر وکړئ او هڅه وکړئ چې نوې حل لارې پیدا کړئ. د مختلفو زاویو څخه ستونزې ته کتنه وکړئ.

4. ګډ کار یا همکاري: د نورو خلکو سره ګډ کار کول او د هغوی د نظریاتو اوریدل کولی سي نوښت ته وده ورکړي. د مختلفو مسلکي خلکو سره په اړیکه کې اوسېدل.

5. ازموینه او تکرار: نوې نظریات او حل لارې ازمویئ. که چیرې لومړی ځل بریالي نه سئ، بیا هم هڅه وکړئ او تکرار وکړئ.

6. د ټیکنالوژۍ څخه ګټه اخیستل: د نوې ټیکنالوژیو او وسایلو څخه استفاده وکړئ چې ستاسو په نوښت کې مرسته وکړي.

7. خپل هدفونه مشخص کړئ: واضح هدفونه ولرئ چې څه غواړئ ترلاسه يي کړئ. دا به تاسو ته تمرکز درکړي.

8. زده کړه او پرمختګ: د خپلو تجربو نه زده کړه وکړئ او خپل پروسې ته وده ورکړئ.

د دې مرحلو په مرسته، تاسو کولی سئ نوښت رامنځته کړئ او خپل نظریات په عمل کې ثابت کړﺉ.

( ۵ ) خپل ظاهر ته ارزښت ورکړئ

د هرې اړیکې په شروع کې ظاهري شکل خورا اړین فکټور ګڼل کېږي. په هاروارډ پوهنتون کې ترسره سوې څېړنه ښيي، چې انسانان ظاهر ته په کتو په لومړۍ ليدنه کې د مقابل لوري په اړه له ۳ نه تر ۷ ثانيو پورې قضاوت کوي.

ددې لپاره چې ځانګړي و اوسو نو اړينه ده، چې خپل لباس، ويښتانو او حرکاتو ته بشپړ پام وکړو. البته له دې څخه موخه دا نه ده، چې له کلتور خلاف ځينو کړنو ته مخه کړو، مګر کولای سو، مناسب او پاک لباس پر تن کړو. همدارنګه د لباس په انتخاب کې باید خپل عمر، موقف او دنده هم په نظر کې ونيسو تر څو مقابل لوری مو لباس ته په کتو د حيرانتیا پر ځای د آرام احساس وکړي.

( ۶ ) د نورو د قضاوت په اړه خپله وېره ختمه کړئ

موږ اکثره له دې وېرېږو، چې خلک به زموږ په اړه څه وايي. دا ددې لامل کېږي، چې خپل ځان سانسور کړو او د خپل شخصيت د ودې مخه ډب کړو. ځينې وخت خو آن خلک زموږ په اړه هېڅ قضاوت نه کوي خو موږ وېره لرو. له دې امله خپل ځان ځوروو.

که څوک زموږ شخصيت وننګوي او پر موږ وخاندي بايد غلي نه سو. مقابل شخص سره بايد د خبرو له لارې ستونزه حل کړو، که داسې و نه کړو عُقده به مو په زړه کې ځای ونيسي او عُقده مو شخصیت ډېر زیات خرابوي.

( ۷ ) د نورو په اړه ډېر فکر مه کوئ

پر نورو او د نورو پر کړنو تمرکز تاسو له خپل ځانه لرې کوي. کوښښ مه کوئ چې فکري تمرکز مو د نورو له امله خراب کړئ.

کله چې تاسو خپل ځان ته فکر و نه کړئ، شخصيت مو له خطراتو سره مخ کېږي.

( ۸ ) لږ او منطقي خبري وکړئ

ستاسو الفاظ ستاسو د شخصيت نمایندګي کوي. که سم او منطقي غږېږئ نو خلک مو په اړه مثبت فکر کوي. ډېرې خبرې ستاسو د ناسم شخصیت انځور وړاندې کوي.

ورځ: سه شنبه

نېټه: ۱۴۰٣/۵/۱۶

د نشراتو او عامه اړيکو آمريت

ویبپاڼه: www.mnu.edu.af

موضوع : دښه شخصیت جوړوني لپاره ( ۸ ) کړنلاري .



نور اړوند خبرونه
2024-Sep-16