2024-08-28

کندهار نن بیا د ځوان اقتصاد پوهانو په فراغت رنګین او ښکلی وو!

نن چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۷ نېته د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د اقتصاد پوهنځی د فراغت غونډي مراسم ترسره سوه. په یادو مراسمو کي د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې مؤسس الحاج ډاکټر فاروق نعیمي، رئيس محمد واسیع صدیقي، درې واړه مرستیالانو، د پوهنځیو رئيسانو، استادانو، اداري کارمندانو،والدینو، د دولتي او خصوصي ادارو مسؤلینو ګډون کړی وو.

غونډه د کلام الله په مبارک ایاتو پيل سول ورپسې د پيل او ښه راغلاست وینا مؤسس ډاکټر فاروق نعیمي وکړل او ټولو ګډونوالو ته يې د ښه راغلاست تر څنګ وویل چي ستاسو هغه امانت چي کلونه مخکي مو موږ ته سپارلی وو نن ئې دا دی ستاسو په مخکي په عالي تحصيلاتو سمبال تاسو ته سپارو او ددې ټولني د پرهارونو ملهم جوړیږي.

ورپسې عمومي رئیس محمد واسیع صدیقي نوی فارغه محصلینو ته مبارکی وویل او تر څنګ یې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

او محصلینو ته په ټولنه کي د خپل مسؤلیت او رسالت په ښه ډول ادا کولو ټینګار وکړ.

وروسته علمي مرستیال ښاغلي ډاکټر نور خالق نور د مؤسسې پر ستراتيژيک پلان، لرلید، رسالت او هدف رڼا واچول او همدارنګه يې د یادي پوهنځی د محصلینو د عملي زده کړو پر اقتصادي مشورتي مرکز خبري وکړې چي د محصلینو د عملي کار لپاره ورڅخه استفاده کوي.

د اقتصاد پوهنځی رئیس ښاغلي عبدالحميد عیان د محصلینو پر تحصیلي بریاو رڼا واچول او تر څنګ يې یادو فارغانو او کورنۍ ته د دې ویاړ مبارکي وویل.

د والدینو په استازولي بشیراحمد نیازمن خبري وکړې او تر څنګ يې د لوی کندهار لپاره یاد ځوانان يو ښه لاسته راوړنه وګڼل، ښاغلي نیازمن په خپلو خبرو کي د میرویس نیکه تعليمي او تحصيلي ګروپ څخه ځانګړې مننه وکړل چي د تحصیل په ګڼه سمبال ځوانان ټولني ته وړاندي کيږي.

د محصلینو په استازولۍ ښاغلي اخترمحمد او احسان الله ګلستاني ویناوي وکړې او د خپل تحصيلي مزل پر لوړو ژورو، خاطرو او زده کړو يې رڼا واچول ؛ د استادانو څخه یې د زړه د تله مننه وکړل چي زحمت یې ورسره کښلی دی.

دوی د افغان حکومت څخه ئې د یادو فارغانو پر کار ګمارلو هیله وکړل.

د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې رهبري او استادانو ته د فارغینو له لوري څخه د اعزاز بېړۍ ور پر سر کړل سوې.

په غونډه کي ممتاز محصلینو او د غونډو تنظیمونکو ته د ادارې لخوا ترتیب سوي ستاینلیکونه ورکړل.

د فراغت غونډي په وروستیو کي ټولو فارغینو ته د فراغت تصديق پاڼي ورکول سوې.

د یادوني وړ ده چي تر دې وړاندي د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د فراغت مراسم ترسره سوي وه او زیات شمېر مسلکي حقوق پوهان او ډيپلوماټان يې ټولني ته وړاندي کړل.

ورځ: چهارشنبه

نېټه:۱۴۰۳/۶/۷

د نشراتو او عامه اړيکو آمريت

ویبپاڼه: www.mnu.edu.af

کندهار نن بیا د ځوان اقتصاد پوهانو په فراغت رنګین او ښکلی وو!



نور اړوند خبرونه
2024-Sep-16