2024-09-16

د محصلانو چارو د مرستیال په مشري د صنفونو د استازو سره غونډه ترسره سوه!

نن دوشنبه د سنبلې میاشتي پر شپږویشتمه نېټه د ټولو پوهنځیو د استازو سره غونډه ترسره سوه، چي پکښي علمي مرستیال ډاکټر نور خالق نور، د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي عبدالغني حسن، د عامه اړیکو آمر عبدالقادر تکین، د پلان او پالیسۍ آمر محمد کریم کمال، تدریسي مدیرانو اداري استازو او د صنفونو استازو ګډون کړی وو.

په پیل کي ښاغلي حسن ټولو محصلانو ته ښه راغلاست ووایه او د ټولو څخه ئې هیله وکړل چي په روان سمسټر کي پر وخت درسونو ته حاضر سي او په درسونو کي فعاله ونډه واخلي.

د اجنډا مطابق علمي مرستیال هم ټولو محصلانو ته خپلي لارښووني او سپارښتني شریکي کړې.

د مجلس په جریان کي د هري پوهنځی او هر صنف استازي خپلي ستونزي او وړاندیزونه د محترمي رهبري سره شریک کړل او د رهبري له لوري څخه د ټولو ستونزو او وړاندیزونو د رسیدولو ژمنه وکړل.

د یادوني وړ ده چي د هر سمسټر په سر کي د محصلانو د استازو سره عمومي ناسته کیږي او د هغوي ستونزي او نظرونه اوریدل کیږي.

د نشراتو او عامه اړيکو آمريت

نېټه:۱۴۰۳/۶/۲۶

ویبپاڼه: www.mnu.edu.af

د معلوماتو شمېرې: 0700002241 / 0700002243

ادرس: ډنډ څلور لاری، شپږمه ناحیه، کندهار، افغانستان

د محصلانو چارو د مرستیال په مشري د صنفونو د استازو سره غونډه ترسره سوه!



نور اړوند خبرونه
2024-Oct-22