2024-09-18

د دایکندي پوهنتون محترم رئیس انجنیر محمد ناصر نیکزاد د ګډ پلاوي سره یو ځای د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې څخه لیدنه وکړل!

تیر سه شنبه د دایکندي پوهنتون رئیس ښاغلي نیکزاد د خپل علمي مرستیال پوهنمل محمد صادق میرزي، د څیړنیز مرکز د آمر الله یار انوش او د تضمین کیفیت د آمر ښاغلي نامزاد پوهنیار خیرمحمد محمدي په ملتیا د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د علمي مرستیال ډاکټر نور خالق نور سره په پیل کي لیدنه وکړل او د ګډو علمي برنامو او د علمي مشارکت پر دوامداره همکاریو، سمینارونو او د ظرفیت لوړني لپاره پر فرصتونو خبري وکړې.

ورپسې د ټولو اداري واحدونو، تدریسي بلاکونو، ټولو مرکزونو څخه لیدنه ترسره سوه، د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د تضمین کیفیت د ټولو مرحلو، اسنادو او شواهدو څخه لیدنه ترسره سوه او ګڼ موارد راغلي پلاوي د خپلو چارو د پرمختګ لپاره یاداښت کړل.

راغلو درنو میلمنو د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې ټولي کړني وستایلې.

د یادوني وړ ده چي میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسه د دایکندي لوړو زده کړو مؤسسې سره د علمي همکاریو هوکړه لیک لري چي له مخي ئې تر دې دمه ئې په بیلابیلو برخو کي مشترکي همکاریاني ترسره کړي دي.

د نشراتو او عامه اړيکو آمريت

نېټه:۱۴۰۳/۶/۲۷

ویبپاڼه: www.mnu.edu.af

د معلوماتو شمېرې: 0700002241 / 0700002243

ادرس: ډنډ څلور لاری، شپږمه ناحیه، کندهار، افغانستان

د دایکندي پوهنتون محترم رئیس انجنیر محمد ناصر نیکزاد د ګډ پلاوي سره یو ځای د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې څخه لیدنه وکړل!



نور اړوند خبرونه
2024-Oct-22